IQNA

د سعودی عربستان د نجوم انجمن د ايتوار ورځ د وړوكی اختر ورځ اعلان كړه

21:36 - August 15, 2012
د خبر لمبر: 2394063
نړيواله ډله: د سعودی عرب د نجوم انجمن مرستيال اعلان وكړ: د ترسره شويو نجومی محاسباتو مطابق د ايتوار ورځ د زمری د مياشتې ٢٩ نېټه به په دغه هېواد كښې د وړوكی اختر ورځ وی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ د مصر چاپ ((اليوم لسابع)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د سعودی عرب د نجوم د انجمن مرستيال او د فضا او نجوم د علومو د عربو اتحادیې غړی شرف السفيانی څرګنده كړه: د جمعې په ورځ د زمری په ٢٧ نېټه به د شوال مياشته له نمر پرېواتۀ نه مخكښې د سعودی په هیڅ يوه سيمه ونۀ ليدې شی. نو ځكه د خالی ورځ يعنې د زمری د مياشتې ٢٨ نېټه به روژه وی او د زمری ٢٩ نېټه د ايتوار ورځ به د شوال وړومبۍ نېټه او د وړوكی اختر مباركه ورځ وی.
د يو بل رپوټ له مخې د متحده عرب اماراتو د رصد طرحې هم اعلان كړے دے چې د ايتوار په ورځ په په اكثرو اسلامی ملكونو په خاصه توګه په هغو ملكونو كښې چې وړومبۍ روژه یې د جمعې په روځ د تير دمياشتې په ٣٠ نېټه نيولې وه اختر وی.
1077775
captcha