IQNA

د مكې د غونډې وروستۍ بيانيه خپره شوه/ د برما له مسلمانانو سره په سلوك كښې د مساواتو د خيال ساتنې په ضروروت باندې تاكيد

21:35 - August 15, 2012
د خبر لمبر: 2394066
نړيواله ډله: په مكه مكرمه كښې د اسلامی هېوادونو د سرمشرانو د غونډې په وروستۍ بيانيه كښې په برما كښې د روهينګيا د مسلمانانو د نسل كشۍ د غندلو په ترڅ كښې د دغه هېواد له ټولو ډلو په تېره بيا له مسلمانانو سره په سلوك كښې د مساواتو د ټينګولو د سياست د اجرا په ضرورت باندې تاكيد شوے دے.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يمن د سركاری خبری اېجنسۍ (سبا) په نقل سره رپوټ وركړ، په دغه بيانيه كښې د اسلامی واحده امت دفرزندانو ترمېنځ په طبقاتی فتنو او سياسی جنګونو كښې د تفرقې د علتونو او عواملو د ختمولو په ضرورت او د ګډو اسلامی فعاليتونو لپاره په كوششونو باندې په پابندۍ تاكيد شوے دے.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی د اسلام امت يووالے او د مسلمانانو د وحدت راز د هغوی په قدرتمندۍ كښې دے او پكار دی د دغه مقصد د حاصلولو لپاره د وحدت او يو والی ټولو عوامل په كار راولی او په عملی اقداماتو سره په دې زمينه كښې خنډونه له منځه لرې كړی.
په دغه بيانيه كښې د اسلامی پېوستون په تقويت كښې د اسلامی تعاون تنظيم په محوری كردار باندې په تاكيد سره د فلسطين مسئله د اسلامی امت يو ترټولو محوری مسئلې په توګه ياده شوه او تاكيد وشو چې د ختیځ قدس شريف په شمول د فلسطين د زمكې د قبضې ختمول او له لبنانی زمكو څخه په كامله توګه د اسرائيلو په شا تګ د ټول مسلمان امت غوښتنه ده.
د مكې مكرمې په غونډه كښې ګډون كوونكو همدارنګ د غزې د محاصرې د ختمولو په ضرورت باندې په تاكيد سره د امنيت له شورا څخه د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو او د غزې د محاصرې د ختمولو ، د فلسطينيانو په خلاف د تېريو او جنايتونو بندولو ته د اسرائيلو د مجبورولو په اړه د خپلو ذمه واريو د پوره كولو غوښتنه شوې ده.
د بيانیې په دوام كښې په برما كښې د روهينګيا د مسلمانانو حالت ته خاصه پاملرنه شوه او د اسلامی تعاون د تنظيم له غېرو غړيو هېوادونو سره د همكارۍ او خبرو اترو د تقويت په اهميت باندې تاكيد سره د برما د مسلمانانو په خلاف د برما د حكومت تشدد او همدارنګ په ټولنه كښې د مسلمانانو څنګته كول غندلې شوی دی.
د غونډې په وروستۍ بيانيه كښې په برما كښې د روهينګيا د مسلمانانو د نسل كشۍ د غندلو په ترڅ كښې د دغه هېواد له ټولو ډلو په تېره بيا له مسلمانانو سره په سلوك كښې د مساواتو د ټينګولو د سياست د اجرا په ضرورت باندې تاكيد شوے دے. او د اسلامی تعاون تنظيم له هغو غړيو هېوادونو څخه چې د برما له حكومت سره سياسی ، اقتصادی او سفارتی تعلقات لری غوښتنه شوې ده چې په دغه هېواد باندې په دباو راوړلو سره د روهينګيا د مسلمانانو په خلاف د تشدد بندولو ته د برما سياستدانان مجبور كړی.
په بيانيه كښې له يمن، سوډان، سومالیې ، افغانستان ، هند، (جمو او كشمير) عراق، ساحل عاج، مجمع الجزائر، كومور، قبرس ملكونو سره د دغو هېوادونو له مشكلاتو سره د مقابلې په هدف سره په تاكيد سره په آذربائيجان جمهوريت باندې د ارمېنيا تېرے غندلے شوے دے.
په دغه بيانيه كښې زياته كړې شوې ده چې له دهشتګردۍ سره د اسلام تړل چې په مغربی دنيا كښې ځينې ډلې او ګوندونه یې د اسلام او مسملمانانو د توهين په هدف سره تعقيبوی زيات اندېښمنوونكی دی او له دې مسئلې سره د مقابلې لپاره پكار دی د اسلام د حقيقت او د دغه مبين دين د ارزښتونو د معرفی كولو په لړ كښې پكار دی ډله ايز كوششونه او له اسلام څخه د ويرونې له بهير سره مبارزه وشی.
په بيانيه كښې راغلی دی چې اسلام د هر ډول دهشتګردی غندی او دهتشګردی يوه نړيواله مسئله ده او له يو خاص دين، جنسيت ، رنګ او يا زمكې سره تعلق نۀ لری او پكاردی د نړيوالو كوششونوپه پېوستون سره له دغې مسئلې سره مبارزه وشی.
په بيانيه كښې د اسلامی هېوادونو د همكارۍ د مضبوطيه پ لړ كښې د اسلامی نړۍ له اقتصادی او طبيعی سرچينو څخه د ګټې اوچتولو او همدارنګ له فقر بې روزګارۍ ، جهالت، سره د مقابلې او د بيماريو د جرړو وېستلو په زمينه كښې په تاكيد سره د اسلامی پراختيا له بېنك څخه له فقر سره د مبارزې لپاره د يو خاص فنډ د جوړولو غوښتنه وشوه.
په اسلامی دنيا كښې د سائېنس او ټېكنالوجۍ، خلاقيت او د اېټمی انرجۍ د نړيوالې اېجنسۍ تر څارنې لاندې له سوله ايزې اېټمی ټېكنالوجۍ څخه د اسلامی هېوادونو د سوله ايزې استفادې لپاره د خاصو اقداماتو غوره كول په مكه مكرمه كښې د اسلامی هېوادونو د سر مشرانو د بیړه ناكې غونډې په بيانيه كې له تاكيد كړې شويو موضوعاتو څخه دی.
د يادونې ده چې د اسلامی هېوادونو د سرمشرانو بیړه ناكه غونډه چې پرون د زمری د مياشتې په ٢٤ نېټه د ايران د اسلامی جموريت د ولسمشر ډاكټر احمدی نژاد او د نورو اسلامی هېوادونو د مشرانو په ګډون سره په مكه مكرمه كښې شروع شوې وه نن د زمری د مياشتې په ٢٥ نېټه ختمه شوه.
1079522
captcha