IQNA

د اسلامی اخترونو په مناسبت د جرمنی په هامبورګ كښې چوټی اعلان شوه

21:35 - August 15, 2012
د خبر لمبر: 2394070
نړيواله ډله: د جرمنی د هامبورګ ښاروال د دغه صوبائی ښار د مسلمانانو لپاره د اسلامی اخترونو له چوټيانو سره موافقه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د lematin د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په جرمنی كښې د اسلامی اخترونو په مناسبت د چوټيانو لپاره د مسلمانانو له بيا بيا غوښتنو وروسته بالاخره د په جرمنی كښې د وړومبنۍ صوبې په توګه د هامبورګ ښاروال له دغې غوښتنې سره موافقه اعلان كړه.
د هامبورګ ښار بلدياتی غړيو پرون د زمری د مياشتې په ٢٤ نېټه د جرمنی د شمال د اسلامی مركزونو له مديرانو سره په يوه غونډه كښې څرګنده كړه چې له دې وروسته به د اسلامی اخترونو او مناسبتونو په موقع د هامبورګ صوبې په كلېنډر كښې د چوټۍ په د ورځو په عنوان سره درج شی او مسلمان طالب علمان او ملازمان دغه اخترونه د خپلو كورنيو ترڅنګه تېرولې شی.
د هامبورګ ښاروال اولاف اسكولز د دې په بيانولو سره چې دا امتياز له دې مخكښې د مسيحی او هيودی وطنوالو لپاره په نظر كښې نيولے شوے ؤ تاكيد وكړ: په هامبورګ ښار كښې په زرګونو مسلمانانو ژوند كوی او هغوی هم د مسيحيت او يهوديت د دينونو په شان په خپلو دينی اخترونو كښې د چوټيانو له ورځو څخه د استفادې حق لری.
دا فېصله په داسې وخت كښې شوې ده چې ځينو ښی اړخو او اسلام دښمنه ډلو ګواښ كړے دے چې د دې هفتې په اخېر كښې له هغه څه سره چې هغوی ورته د جرمنی اسلامی كېدل وائی د مقابلې لپاره د برلېن د لويو جوماتونو په وړاندې غونډې كوی.
1079447
captcha