IQNA

د اسلامی انقلاب ستر لارښود آيت الله سيد علی خامنه ای د قدس موضوع د اسلامی نړۍ اساسی مسئله وبلله

11:58 - August 16, 2012
د خبر لمبر: 2394307
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای بیګا د اسلامی ايران له سلګونو پتياليو سره په كتنه كښې د فلسطين د اسلامی ټاټوبې غصبول او پكې د صهيونستانو ميشتول د مينځنی ختیځ د معيوبې انجينرۍ اساس او د دغه سيمې د ملتونو د وروستيو لسيزو د ستونزو جرړه وبلله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای فرمايل ، كه دغه دسيسې نه وای نو دغه جنګونه، اختلافات، د سلطه ګرو لاسوهنې او زورويونكې به هم نه وای.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای زياته كړه صهيونستان او دهغوئ ملاتړې ډ‌يری زياتې هڅې كوی څو د فلسطين مسئله د ملتونو په عمومی افكارو كښې هيره شی ، خو اسلامی نړۍ بايد ددغه دسيسې په وړاندې ودریږی.
د اسلامی انقلاب سترلارښود د اسلامی غورځنګ د بڼې موندنې له پيله د فلسطين مسئلې ته د امام خمينی (رح) ځانكړې پام او ټينګار ته اشاره وكړه او زياته یې كړه د اسلامی انقلاب بريالی توب ،د فلسطيت د غصب دهيرولولپاره د سلطه ګرو هڅې له يوه تاريخی خنډ سره مخ كړی دی.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د فلسطين دمسئلې د هيرولو لپاره ځينو هڅو ته اشاره وكړه او ویې فرمايل په همدې چوكاټ كښې د شيعه او سنی او شيعه هلال بحث مطرحوی ، په داسی حال كښې چې دا شپيته كاله كیږی د فلسطين ملت د همدغه كسانو تر سترګو لاندې تر دباؤ لاندې دی خو كوم آواز ترې نه پورته كیږی .
هغوئ وپوښتل آيا د اسلامی نړۍ د يوه خطر په توګه د جمهوری اسلامی د نوم مطرحول چې د فسلطين مسئلې یې رغولی او ژوندۍ كړی ده ،او د صهيونستانو د جنايتونو په وړاندې چوپتيا خيانت نه دی؟ د اسلامی انقلاب ستر لارښود د فلسطين او قدس شريف د هيرولو د دسيسې په مقابل كښې د ايران دملت په مقاومت او ودريدو ټينګار وكړ او زياته یې كړه ، د قدس مسئله زمونږ لپاره تاكتيكی موضوع نه ده بلكه له ژورو اسلامی اعتقاداتو سرچينه اخلی او مونږ د صهيونستو غاصبانو او دهغوئ د نړيوالو ملاتړو له منګولو ددغه اسلامی هيواد ژغورل يوه دينی دنده بولو او نور اسلامی هيوادونه او ملتونو هم بايد د فلسطين موضوع ته په همدې نظر وګوری .
د رهبرۍ ستر مقام ټينګار وكړ لكه څنګه چې د هيلو سباؤن يوځل د اسلامی انقلاب په بريالی توب ، بيا د سپیڅلی دفاع په وخت او بيا هم هيواد ته د پتياليو يا آزادګان د ستنيد په مهال وځليده ، دا ځل د خدای (ج) په مرسته د فلسطين په مسئله كښې هم وځلیږی او دغه اسلامی ټاټوبې به په غوڅ ډول د فلسطين ملت ته ستون شی او دروغجن او جعلی صهيونستی زیږنده به له جغرافيا حذف شی .
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د خپلې وينا په بله برخه كښې د ايران د ا‌ذربايجان شرقی ولايت زلزله او د يو شمير ايرانيو ښاريزو مړينه ستره او ترخه غميزه وبلله او د ايرا ن ملت او مسئولانو ته یې ددغه خلكو د دردونو په كمولو او له هغوئ سره د مرستې په ټينګار سره سپارښتنه وكړه .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای له الله تعالی وغوښتل د دغه پیښې قربانيانو ته صبر وركړی او زړونه یې آرام او صبور وګرځوی . د رهبرۍ ستر مقام پتيالې ، د اسلام ، جمهوری اسلامی او دايران د ملت پانګه وبلله او زياته یې كړه نن سبا دايران ملت د امريكا په وړاندې له چيلنجونو سره مخ دی ، چې كه د پتياليو په څير هغه څه چې خدای ويلی دی عمل وشی نو له كوم شك پرته به د ریښتونو الهې ژمنو له مخې بريالی توب د هغه وی .
1080052
captcha