IQNA

موسوی درچه ای ؛ د الكوثر چېنل په قرانی ټيلی ويژنی سيالۍ كښې افتخاری قاری

15:51 - August 16, 2012
د خبر لمبر: 2394408
نړيواله ډله: د ((ان للمتقين مفازا)) نوې قرانی ټيلی ويژنی سيالۍ د دويمې شپې په وروستۍ نيمه مرحله كښې د افتخاری قاری په توګه محمد جواد موسوی درچه ای په نړيوال ((الكوثر)) چېنل كښې د قران شريف تلاوت وكړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې دغه سيالی پرون شپه د زمری د مياشتې په ٢٥ نېټه د مكې مكرمې د وخت مطابق د شپې يوه بجه له الكوثر نړيوال چېنل څخه شروع شوه او د ايران له اسلامی جمهوريت ، افغانستان او مصر څخه دوو دوو قاريانو پكښې سيالی وكړه.
په دغه قرانی سيالۍ كښې د افغانستان قاری علې رضا رضائی د وړومبنی ګډون كوونكی په توګه د سورۀ رعد له ١١ تر ١٥ مبارك ايتونه قرائت كړل، په دوام كښې د ايران ابوالفضل جويائيان د سورۀ احقاف له ١٥ تر ١٧ پورې مبارك ايتونه تلاوت كړل.
همدارنګ له مصر څخه محمد حسېن هم د ((ان للمتقين مفازا)) نومې سيالۍ د وروستۍ نيمائی مرحلې د دويمې شپې له ګډون كوونكو څخه ؤ چې د سورۀ قصص له ١ نه تر ٧ پورې مبارك ايتونه یې تلاوت كړل اوله هغۀ وروسته د ايران قاری مهدی مجلسی هم د وروستی ګډون كوونكی په توګه د سورۀ انفال له ٢٤ تر ٢٤ مبارك ايتونه قرائت كړل.
د ايران د اسلامی جمهوريت مشهور قاری او د قران شريف د قرائت مدرس محمد جواد موسوی درچه ای د دغې سيالۍ د افتخاری قاری په توګه د كلام الله مجيد يو لړ ايتونه تلاوت كړل.
د سيالۍ په اخېر كښې د نتائجو د اعلان له مخې دافغانستان قاری علی رضا رضائی 87 ، د ايران قاری ابوالفضل جويائيان 85/5 او د مصر قاری محمد حسېن الحمامی 84/5 او د ايران قاری مهدی مجلسی هم 84/5 امتيازات حاصل كړل.
د يادونې ده چې د ((ان للمتقين مفازا)) نومې سيالی په ټيلفونی او ژوندۍ بڼه د روژې د مباركې مياشتې له وړومبۍ شپې نه له الكوثر نړيوال چېنل څخه شورع شوې ده او د روژې د مباركې مياشتې تر اخيره پورې به دوام ولری. د روژې د مباركې مياشتې اخيری شپه له فائنل مرحلې سره مختصه ده چې دغې مرحلې رسېدونكی پينځه تته به پكښې سيالی كوی.
دغه سيالی د مكې مكرمې د وخت مطابق د شپې 23:30 له الكوثر نړيوال چېنل څخه خپریږی او دوباره د دغې سيالۍ ريكارډ هم يوه ورځ پس د مكې مكرمې د وخت مطابق 7:30 بجې خپریږی.
1079226
captcha