IQNA

د كېليفورنيا په جومات باندې حملې د مختلفو دينونو پېروكار سره راغونډ كړل

15:52 - August 16, 2012
د خبر لمبر: 2394410
نړيواله ډله: د مختلفو دينونو پېروكار د امريكې دكېليفورنيا صوبې د آنټاريو ښار د جومات مخې ته چې تېره هفته پرې حمله شوې وه راغونډ شول.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د OnIslam د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د آنټاريو ښار د مختلفو دينونو پېروكارو د دغه ښار د جومات مخې په راغونډېدو سره د دغه ښار له مسلمانانو سره د خپل پېوستون اعلان وكړ.
د دغه جومات يو ګاونډی مارشل لئو نارډ له Daily Bulletin ورځپاڼې سره په مركه كښې وويل: مسلمانان ډېره مهربانه دی. زما په خيال چې مذهب د انسانانو له ازاديو څخه يوه ازادی ده او هغوی كولې شې له خپل معبود سره راز ونياز وكړی.
په كېليفورنيا كښې د پوموټا ښار د وحدت كليسا پادری جان چيس وويل: زۀ په ابتداء كښې د اسلامی له دين څخه بې خبره وم خو له دې وروسته چې په ځان مې فرض كړل چې ددغه دين او د هغۀ د پېروكارو په باره كښې معلومات حاصل كړم نو ومې ليدل چې مسلمانان هم د نورو دينونو د پېروكارو په شان دی او په هغوی بنيادی اصولو باندې چې مونږ اعتقاد لرو عقيده لری.
د آنټاريو ښار تاڼې د دغه ښار په جومات باندې له حملې وروسته چې تېره هفته او د امريكې په جوماتونو باندې د حملو د وروستۍ څپې په دوران كښې وشوه وويل: د دغې حملې د عاملانو د پېژندلو لپاره یې تحقيقات شروع كړی دی.
د آنټاريو ښار مسلمانان باوری دی چې په دغه جومات باندې حملې اپوټه نتيجه ولرل او د مختلفو دينونو د پېروكارو د يو ځاے كېدو او د هغوی د لا پېوستون سبب شوې ده.
د النور اسلامی مركز مشر راشد احمد وويل: ډېر خوند یې وكړ چې كله مو وليدل چې د مختلفو دينونو پېروكار له مسلمانانو څخه د ملاتړ لپاره د دې جومات مخې ته راغونډ شوی دی.
په آنټاريو جومات باندې حملې په داسې حال كښې وشوه چې په امريكه كښې په دې وروستيو ورځو كښې په ګڼ شمېر جوماتونو او اسلامی مركزونو باندې حملې شوې دی.
1079532
captcha