IQNA

15:52 - August 16, 2012
د خبر لمبر: 2394428

د اسلامی انقلاب معظم مشر حضرت امام خامنه‌ای زلزله ځپلو سيمو ته سفر وكړ

سياسی ډله: د ايران داسلامی انقلاب مشر حضرت ايت الله خامنه ای نن د زمری د مياشتې په شپږ ويشتمه نیټه د اذربايجان شرقی ولايت كې د زلزلې ځپلو سيمو څخه د كتنې په موخه د ايران شمال لويدیځ ته سفر وكړ.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ستر لارښود د دفتر د ويب پاڼی یې نقلوی چې حضرت ايت الله خامنه ای نن سهار د ايران شمال لويدیځ، آذربايجان شرقی ولايت ته په سفر سره، له نږدې څخه د دې ولايت د زلزله ځپلو سيمو او له زيانمنو سره د مرستو بهير له نږدې ليدنه وكړه. د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام حضرت امام خامنه‌ای له دې مخكښې د ايران په شمال لويدیځ سيمه كې د زلزلې له ترخې پېښې وروسته د يوې بيانیې په صاديرولو سره د دې پېښې له قربانيانو سره د غم شريكۍ ښودلو تر څنګ، د زلزله ځپلو د ستونزو د سملاسی حلولو لپآره د مسوولينو د هڅو غوښتنه كړې وه.
زلزلې ځپلې سيمې ته د رهبرۍ د ستر مقام د سفر په اړه نور جزئيات به وروسته خپاره شی.
1080353
captcha