د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ستر لارښود د دفتر د ويب پاڼی یې نقلوی چې حضرت ايت الله خامنه ای نن سهار د ايران شمال لويدیځ، آذربايجان شرقی ولايت ته په سفر سره، له نږدې څخه د دې ولايت د زلزله ځپلو سيمو او له زيانمنو سره د مرستو بهير له نږدې ليدنه وكړه. د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام حضرت امام خامنهای له دې مخكښې د ايران په شمال لويدیځ سيمه كې د زلزلې له ترخې پېښې وروسته د يوې بيانیې په صاديرولو سره د دې پېښې له قربانيانو سره د غم شريكۍ ښودلو تر څنګ، د زلزله ځپلو د ستونزو د سملاسی حلولو لپآره د مسوولينو د هڅو غوښتنه كړې وه.
زلزلې ځپلې سيمې ته د رهبرۍ د ستر مقام د سفر په اړه نور جزئيات به وروسته خپاره شی.
1080353