IQNA

د محصيلينو د سياليو د څنډې په پروګرامونو كښې د قران د هدايت بخښنې د اهتمام ضرورت

22:44 - August 16, 2012
د خبر لمبر: 2394468
نړيواله ډله: د مصر نامتو قاری او مبتهل شېخ محمد عبدالهادی محمد الهلباوی وويل: د قران شريف په نړيوالو سياليو كښې د څنډې پروګرامونه ډېر مهم دی او په دغو پروګرامونو كښې له هر څه نه زيات پكار دی د قران شريف هدايتګر اړخونه وده پېدا كړی او خلقو ته بيان شی.
شېخ محمد عبدالهادی محمد الهلباوی په ١٩٤٦ كال كښې د قاهرې په باب الشعريه سيمه كښې وزېږېد. هغۀ د قران شريف حفظ له ماشومتوب څخه شروع كړ او وې كړې شول د خپل نيكۀ شېخ محمد الهلباوی تر نظر لاندې پوره قران شريف ياد كړی.
هغۀ په داسې حال كښې چې عمر یې يوازې پينځلس كاله ؤ په قرانی محفلونو كښې به یې د قران شريف تلاوت او دخداے د ګران رسول (ص) په مدح كښې به یې نعتونه ويل. هغۀ په تلاوت كښې وړومبے له شېخ محمدرفعت او شېخ منصور الشامی الدمنهوری او په تواشيح او دينی ابتهالاتو كښې له شېخ علی محمودړ شېخ زكريا احمد او شېخ طه الفنشی څخه تقليد وكړ.
الهلباوی په ١٩٧٩ كال كښې د يوقاری او مبتهل په توګه دقاهرې د قران رېډيو ته داخل شو او په ١٩٨٠ كال كښې د موسيقۍ له مشهور محقق استاذ سليمان جمېل سره اشنا شو او په اخېر كښې د غږونو او صوت د خاوندانو په انتخاب سره یې يوه دينی ډله جوړه كړه چې دغې ډلې په ایټلی، فرانس، جرمنی وغېره هېوادونوكښې په زياتو نړيوالو فېسټيوالونوكښې دينی تواشيح او ابتهالات وړاندې كړل.
په اصفهان، زاهدان او مشهد ښارونو كښې د قاريانو او موشحانو لپاره د زدكړې د دورې اجراء، په كويت كښې د تلاوت د فن په زمينه كښې وېناګانې، او تواشېح،د دبۍ د انعام د قران شريف د نړيوالو سياليو د لسمې دورې د داورانو په كمېټۍ كښې غړيتوب، په ٢٠٠٨ كال كښې د الكوثر سپوږمكيز چېنل د قران شريف د نړيوالو سياليو د داورانو د كمېټۍ غړيتوب او د مصر په قرانی محفلونو كښې ګډون د دغه نامتو مصری قاری او مبتهل له مهمو فعاليتونو څخه ګڼل كیږی.
د يادونې ده چې د مسلمانو محصيلينو د قران شريف د نړيوالو سياليو څلورمه دوره د ايران د پوهنتونوالو د قرانی فعاليتونو د تنظيم په اهتمام د وږی د مياشتې له ٢٢ نه تر ٢٥ نېټې پورې په تبريز ښار كښې جوړیږی.
1078726
captcha