IQNA

د اسلامی انقلاب نړيوالې غوښتنې د قدس مسئله يوه بين المللی مسئله وګرځوله

0:02 - August 17, 2012
د خبر لمبر: 2394615
سياسی ډله: د دينی حوزې او پوهنتون يو استاذ په دې بيان سره چې د اسلامی انقلاب نړيوالې غوښتنې د قدس مسئله يوه بين المللی مسئله كړه، ووئيل: اسلامی انقلاب يوه سيمه ايزه نه بلكې يوه نړيواله غوښتنه وه او د صهيونسټی ضد تفكر په پراختيا سره ئې ولسونه دغه تفكر ته جذب كړل.
د دينی حوزې او پوهنتون استاذ آيت‌الله سيدمحمد قائم مقامی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د قدس نړيوالې ورځې ته په اشارې سره په اسلامی نړۍ باندې د لويدیځ د يرغل تاريخچه بيان كړه او وئې وئيل: د اسلامی انقلاب رامينځته كيدو او د ايران د اسلامی جمهوريت جوړيدو په سيمه كښې د اسرائيلو د دولت د جوړيدو او د صهيونسټی رژيم د له مينځه وړلو بهير چټك او تيز كړ.
دوی زياته كړه: اسرائيل يوه داسې ښكارنده ده چې په اسلامی نړۍ باندې د لويدیځ د يرغل په واسطه رامينځته شوې او د شيعه او ولايی په شان هیڅ كوم تفكر د هغې سره د مقابلې توان نه درلود. په تير وخت كښې له هغو نه په صليبی جنګونو كښې هم لويدیځ په اسلامی نړۍ باندې يرغل او تيرے كړے دے، په تيرو څو پیړيو كښې په فلسطين كښې يو ٨٠كلن صليبی دولت جوړ شو چې د مسلمانانو په پاڅون او قيام سره دغه حكومت وران شو.
د حوزې او پوهنتون دغه استاذ د فسطين نيواك ته په اشارې سره ووئيل: د اوسنې حالت صليبی نه دے خو د صليبيانو له حمايته برخور دے، د دغه يرغل په وړومبی صف كسې د يهودی كولو بهير راغلے دے چې د استكبار له جبهې نه هم برخور دے. 1079493

captcha