د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران دجمعې لمانځه خطيب ايت لله احمد خاتمی د قدس په نړيواله ورځ د فلسطينيانو د ټاټوبو د څه د پاسه شپيتو ۶۰) كلونو په اوږدو كښې د فلسطين د ملت پر ضد د صهيونيسټ رژيم د جنايتونو په غندلو سره وويل صهيونيسټان يوازې د زور ژبه پيژندی.
د تهران دجمعې لمانځه خطيب له صهيونيسټانو سره خبرې بې ګټې وبللې او ډاګينه یې كړه هغه څه چې په فلسطين كښې تر اوسه اغيز شيندونكی دی د انتفاضې دوام او د صهيونيسټ رژيم پرضد مقاومت دی او خبرې اترې تل د صهيونيسټ رژيم په ګټه او د فلسطين د ملت په تاوان دی.
هغه دغه راز د سيمې په ځينو عربو هيوادونو چې له صهيونيسټ رژيم سره اړيكې لری او په نړيوالو او سيمه ايزو ټولنو كښې د اسرايلو د جنايتونو ملاتړ كوی نيوكه وكړه او زياته یې كړه د صهيونيسټ رژيم څنګ ته كول دغه رژيم ته دګوزار وركولو لپاره مناسبه لاره ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په نړيواله او سيمه ايزه سويه د صهيونيسټ رژيم د جنايتونو په ايشوا كيدا ټينګار سره وويل دغه رژيم هیڅ نړيوالو قوانينو او انسانی ارزښتونو ته پاې بند نه دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب دغه راز په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ د مشرانو شپاړشمه (۱۶) غونډه د ايران لپاره برياليتوب وباله او ویې ويل هيله كیږی چې د دغه غورځنګ مشران د فلسطين ، بحرين، سوریې په شمول په سيمه كښې د صهيونيسټ رژيم او د امريكا د جنايتونو او زيات غوښتنو په مقابل كښې پريكنده دریځ غوره كړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د سوریې حالاتو ته په اشارې سره وويل امريكا هماغه راز په سوریې كښې د ترهګرو ملاتړ كوی او مختلف جنايتونه كوی خو د سوریې ملت او حكومت به د دښمانانو د دسيسو په وړاندې په مقاومت سره په هغوې بريالی شی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د سيمې ځينو هيوادونو ته په خطاب كښې چې له امريكا او صهيونيسټ رژيم سره دسور یې دملت او حكومت پرضد يوځاې شوی دی وويل دغه هيوادونه به پیښمانه شی ځكه چې دخلكو ملاتړ به له لاسه وركړی او القاعده ترهګره ډله چې نن سبا دامريكا په ملاتړ سره په سوریې كښې جنايتونه كوی له امريكا سره په غږمله هيوادونو كښې به هم كړكيچ رامينځته كړی.
د تهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز دايران په اذربايجان شرقی ولايت كښې دزلزله له پاتې كسانو سره دخواخوږې په ترڅ كښې له زلزلې څخه دناوړه استفادې او دسياسی چلند په سبب په ايران ضد رسنيو نيوكه وكړه او ویې ويل په زلزله ځپليو سيمو كښې داسلامی انقلاب دستر لارښود شتون ددې ښودنه كوی چې دايران حكومت زلزله ځپليو سيمو او دخلكو كورونو ته جدی پام كوی .
1080880