د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له فرانس خبری اژانس «AFP»، یې نقلوی چې د بحرين د ال خليفه ديكتاتور رژيم يوې محكمې نن د دغه هيواد د بشری حقوقو ستر فعال نبيل رجب ته د حكومت پرضد د مظاهرو د ترسره كولو په خاطر درې (۳) كاله د بند سزا وركړه.
نبيل رجب چې د بحرين د بشری حقوقو د مركز مشر دی د روان ميلادی كال د جون د مياشتې له شپږمې نیټې راهسې د حكومت لخوا زندانی شوی او په هغه تور دې چې په ټویټر اينټرنیټ پاڼې یې د بحرين د ديكتاتور رژيم د غړو سپكاوی كړی.
په بحرين كښې له تير ميلادی كال راهسې د خلكو ستر پاڅون روان دی او حكومتی عسكرو د سعودی عربستان د پوځيانو په مرستې سره تر اوسه ډير بې ګناه خلك وژلی او ډير نور یې ژوبل كړی هم دی.
په بحرين كښې د خلكو په ځپلو كښې امريكا، انګلستان، سعودی عربستان ، اردن او ځينې نور عرب او لويدیځ هيوادونه نيغ په نيغه لاس لری او امريكا، انګلستان او جر منی د بحرين ديكتاتور رژيم ته وسلې هم وركوی چې د خلكو پر ضد استعمالیږی.
1080740