د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن مازیګر داذربايجان شرقی ولايت دزلزله ځپلو سيمو دكتنې په پاې كښې د والی په دفتر كښې ددغه ولايت د مسولانو په غونډې كښې دوروستۍ زلزلې دتاوان ليدونكو خلكو ته وړاندې شوی خدمات مناسب وبلل او ټينګار یې وكړ حكومتی چارواكی بايد د خلكو د ضرورتونو دپوره كولو لپاره خپلو هڅو او خدماتو ته دوام وركړی ځكه چې د دا ډول ضرورتونو سمدسی پوره كول د روانی او روحی ارامش له پلوه د تاوان ليدونكو خلكو لپاره ډير اغيز ولری.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود دخيرو كسانو او نوع دوسته خلكو دولسی مرستو دمنلو ددوام لپاره زمينې جوړول مهم وبلل او زياته یې كړه كه چيرې طبيعی پیښو ته د ودې لپاره ديوه فرصت په توګه كتنه وشی په پريكنده توګه زلزله ځپلی سيمې به په راتلونكی كښې د پرمختګ او ابادونې له پلوه له تير وخت څځه زياتې ښی وی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لار ښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن سهار د اذربايجان شرقی ولايت د زلزله ځپليو سيمو د ليدو او له تاوان شويو خلكو سره د خواخوږې د ښودلو لپاره له زلزله ځپليو خلكو سره د مرستو له بهير څخه له نږدې خبر شو.
1080507