IQNA

23:06 - August 17, 2012
د خبر لمبر: 2394974

د اسلامی انقلاب ستر لارښود له زلزله ځپليو سره په مرستو ټينګار وكړ

سياسی او ټؤلنيزۀ ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود دايران په شمال لويدیځ كښې داذربايجان شرقی ولايت دزلزلې ځپليو سيمو دكتنې په پاې كښې ددغه ولايت دزلزله ځپليو سيمو دمشكلاتو دختمولو لپاره دمسولانو دهڅې پر دوام ټينګار وكړ.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن مازیګر داذربايجان شرقی ولايت دزلزله ځپلو سيمو دكتنې په پاې كښې د والی په دفتر كښې ددغه ولايت د مسولانو په غونډې كښې دوروستۍ زلزلې دتاوان ليدونكو خلكو ته وړاندې شوی خدمات مناسب وبلل او ټينګار یې وكړ حكومتی چارواكی بايد د خلكو د ضرورتونو دپوره كولو لپاره خپلو هڅو او خدماتو ته دوام وركړی ځكه چې د دا ډول ضرورتونو سمدسی پوره كول د روانی او روحی ارامش له پلوه د تاوان ليدونكو خلكو لپاره ډير اغيز ولری.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود دخيرو كسانو او نوع دوسته خلكو دولسی مرستو دمنلو ددوام لپاره زمينې جوړول مهم وبلل او زياته یې كړه كه چيرې طبيعی پیښو ته د ودې لپاره ديوه فرصت په توګه كتنه وشی په پريكنده توګه زلزله ځپلی سيمې به په راتلونكی كښې د پرمختګ او ابادونې له پلوه له تير وخت څځه زياتې ښی وی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لار ښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن سهار د اذربايجان شرقی ولايت د زلزله ځپليو سيمو د ليدو او له تاوان شويو خلكو سره د خواخوږې د ښودلو لپاره له زلزله ځپليو خلكو سره د مرستو له بهير څخه له نږدې خبر شو.
1080507

captcha