د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «liberation»، یې نقلوی چې د پاكستان په خيبر پختونخوا صوبې كښې په مانسهره ضلع كښې ناران سره نږدې د طالبانو له يوه بس څخه دوه ويشت (۲۲) كسان چې د ګلګت شيعه مسلمانان وو له يوه بس څخه كوز كړل او بيا یې په ډير بوږنونكی ډول ووژل.
ويل كیږی وسله والو طالبانو چې د پوځيانو دريشې یې اچولی وې په مانسهره كښې په بابو سر ټاپ سيمه كښې په بس كښې د سوارو كسانو شناختی كارډونه وليدل او كله چې مطمئن شول چې دا ټول كسان د ګلګت شيعه مسلمانان دی نو په ډير بوږنونكی ډول یې ووژل.
ويره شته چې د وژل شويو كسانو شمير زيات شی. طالبانو له دې وړاندې هم په فرورۍ مياشت كښې د خيبر پښتونخوا صوبې په كوهستان سيمه كښې له بسونو د ګلګت شيعه مسلمانان كوز كړی وو او په ډير بوږنونكی ډول یې وژلی وو.
په پاكستان كښې طالبانو، القاعده او دوې ته اړونده نورو ترهګرو ډلو تر اوسه په ډيرو حملو كښې په زرګونو بې ګناه خلك وژلی او ډير نوری یې ژوبل كړی هم دی . طالبانو ،القاعده ، سپاه صحابه او نورو ترهګرو ډلو د پاكستان د خلكو ژوند ډير تريخ كړی دی.
په داسې حال كې چې طالبان ځان ته مجاهدين وایې خو د روژی په مباركې مياشتې كې هم هغو د بې ګناه كسانو وينه تويه كړه او هغه هم د كومو خلكو چې په خله باندې یې شهادتين او پاك الله كليمه وایې.
1080727