د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې دغه پينځۀ قاريان بیګا د شپې يوه بجه سيالۍ ترسره كړې.
په دغه سيالۍ كښې چې د مختلفو هېوادونو د داورانو ترڅارنې لاندې ترسره شوه له ايران څخه قاری محمد امين وحيدی د سورۀ احزاب له ١٧ تر ٢٠ پورې مبارك ايتونه تلاوت كړل او له پاكستان څخه نعيم الرحمن هم د سورۀ حج له ٥٤ څخه ٥٩ پورې مبارك ايتونه تلاوت كړل.
د پروګرام په بله برخه كښې له عراق څخه عادل الكربلائی د سورۀ يونس له ٥٨ نه تر ٦٣ پورې او په دوام كې له ايران څخه عزالدين د سورۀ بقرې له ٢٦٠ څخه تر ٢٦٣ پورې مبارك ايتونه تلاوت كړل.
همدارنګ له هالېنډ څخه علی محمد جواد الطرايحی د سورۀ اسراء له ٩٦ تر ١٠٠ پورې مبارك ايتونه تلاوت كړل.
1080771