نړيواله ډله: د برطانیې د ټيلی ويژن څلورم چينل د يوې ډلې د رپوټونو او فېلم اخېستنو له مخې چې په دې وروستيو وختونو كښې یې برما ته سفر كړے دے او د راخين صوبې مسلمان مېشته سيمه كښې كتلې ده رپوټ وركړ، په سيتوه ښار كښې يوه مسلمان مېشته سيمه د برما د اورپكو بودائيانو د حملو په نتېجه كښې بيخی له منځه تللې او تباه برباد شوې ده.