IQNA

د معظم رهبر په فرمان په كربلا كښې د قدس نړيواله ورځ ونمانځلې شوه

23:08 - August 17, 2012
د خبر لمبر: 2395051
نړيواله ډله: نن د زمری د مياشتې په ٢٧ نېټه د قدس نړيواله ورځ د كربلا د ګڼ شمېر خلقو په ګډون سره ونمانځلې شوه.
له كربلای معلی څخه د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د قدس د نړيوالې ورځې مراسم نن د روژې د مباركې مياشتې په ٢٨ نېټه سهار له ٧ نه تر ٨ بجو پور ې د قدس نړيوال مراسم ترسره شول.
دغه مراسم چې ګڼ شمېر روژتيانو مسلمانانو پكښې ګډون كړے ؤ هغوی په لاسو كښې د فلسطين د بېرغ ، د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر ايت الله العظمی خامنه ای او ارواښاد بنسټ اېښودونكی امام خمينی (رح) د تصويرونو او مختلفو بېنرونو او پلې كارډونو په نيولو سره د دغه هېواد له خلقو او بېت القمدس څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.
د دغه رپوټ له مخې په دغو مظاهرو كښې الموت لاسرائيل، الموت لامريكا او هيهات منا الذله په شان انقلابی نعرې د مظاهره چيانو په خولو باندې په ټوله لاره جاری وې.

1080737
captcha