IQNA

قدس شريف د اسلامی تشخص له بنيادی اركانو څخه دے - شيخ ابوالعردات

23:05 - August 17, 2012
د خبر لمبر: 2395052
نړيواله ډله: په لبنان كښې د الفتح غورځنګ عمومی سيكتر شېخ ابوالعردات قدس شريف د اسلامی تشخص يو بنيادی ركن وباله او وې ويل: هیڅ مسلمان نۀ شی كولې دا دعوا وكړی چې تشخص یې له دغه ښار نه بغېر كامل دے.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په لبنان كښې د الفتح غورځنګ عمومی سېكتر له دغې قرانی اېجنسۍ سره په مركه كښې وويل؛ د قدس د نړيوالې ورځې د احياء لپاره د ارواښاد امام خمينی (رح) بلنه يوه مهمه او تاثير لرونكې بلنه ده.
هغۀ د امام دغه بلنه مباركه وبلله چې د هغې په ذريعې سره هر كال له قدس شريف څخه د نړۍ د مسلمانانو ملاتړ تازه كیږی او خلق د دغې مقدسې زمكې د خلقو له دردونو او رنځونو او مشكلاتو څخه خبریږی. او همدارنګ د فلسطين خلق دا حساس كوی چې د نړۍ مسلمانان د هغوی شا ته ټينګ ولاړ دی.

له بلې خوا د عراق اسلامی څیړونكی شېخ حېدر اللامی د دې په بيانولو سره چې امام خمينی (رح) مسلمانانو ته د ازادۍ او عزت لاره ښودلې ده د د قدس د نړيوالې ورځې په توګه د روژې دمباركې مياشتې وروستۍ جمعه نومول د دغې ازادۍ له مهم مصداقونو څخه وبلل.
هغۀ څرګنده كړه چې د قدس ورځ له قدس شريف څخه د ملاتړ په لړ كښې د ټولو سازشكارانو په مخ باندې يوه مضبوطه څپېړه او صهيونېسټ رژيم ته يو زيردست ګوزار دے چې امام ورته سرطانی غده وويل.
هغۀ وويل: د قدس نړيواله ورځ د اسلامی وحدت او يووالی ورځ او امام د دې ورځ په اعلانولو سره د ازادی يوه دروازه خلاصه كړه او حضرت ايت الله العظممی خامنه ای كولې په خپلې حكيمانه لارښوونې سره د قدس شريف ازادی ترلاسه كړی.
1080769
captcha