د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لندن چاپ القدس العربی ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د بان كی مون وياند مارټين نسيركی د زمری دمياشتې په ٢٦ نېټه د يوې بيانیې په جاری كولو سره وويل: ملګرو ملتو دغه وحشتناكه حمله غندلې ده.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی عمومی سېكتر په پاكستان كښې د خپلو عقائدو په وجه د خلقو په خلاف دداسې دښمنانه حملو په حقله خپل قهر او كركه څرګنده كړې ده.
د نوموړې بيانیې په دوام كښې بان كی مون همدارنګ د وژل شويو كسانو كورنيو، د پاكستان حكومت او ولس ته د زړۀ له تله د تسليت ويلےدے.
د دغه رپوټ له مخې د تېر زيارت په ورځ وسله والو كسانو دپاكستان دشمال په بابوسر سيمه كښې له بس څخه شيعه مسافر راكوز كړل او له نزدې څخه یې په هغوی باندې ګولۍ اورولې او وې وژل او ځينې پكښې ژوبل شول. دغه كسان له راولپنډۍ ښار څخه ګلګت ښار ته چې په عامه توګه شيعه مسلمانان پكښې اوسیږی روان وو.
له بلې خوا دپاكستان په كوئټه ښار كښې وسله والو كسانو په همدغه ورځ درې نور شيعه كسان ووژل.
همدار نګ په بله ورځ په كراچۍ كښې هم د جمعې په ورځ د قدس د نړيوالې ورځ مظاهرې ته تلونكی ګاډی باندې د وسله والو په ډزوكښې يو شمېر شيعه ځوانان ووژل شول او ځينې زخمی شول چې د دغو قتل عامونو په غبرګون كښې د پاكستان د كراچې ښار په شمول په مختلو سيمو كښې پاكستانی ښاريزو احتجاجی مظاهرې وكړې او دغه وژلې یې وغندلې.
1081350