IQNA

د ايت العظمی خامنه ای او سيد نصرالله دریځ نيونې د شام په مسئله كښې د حق او باطل معيار دے- د صېدا د القدس جومات امام

22:10 - August 18, 2012
د خبر لمبر: 2395888
سياسی او اجتماعی ډله: شېځ ماهر حمود وويل: د شام په قضيه كښې حق او باطل سره ګډ شوی دی چې په داسې حالاتو كښې د حق او باطل ترمېنځ د تميز معيار د حضرت ايت الله العظمی خامنه ای او د سيد حسن نصرالله دریځ نيونو ته سمه پاملرنه ده.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت سره په صېدا ښار كښې د ايران د كلتور مركز لخوا د فلسطين او لبنان د يو شمېر مذهبی او سياسی شخصيت په شتون سره يو لړ مراسم جوړ شول.
په دغو مراسمو كښې چې د روژه ماتې په مېلمستيا سره شروع شول په لبنان كښې د اسلامی جهاد د حركت نماېنده ابوعماد الرفاعی دې ته په اشارې سره چې قدس هیڅكله د اسلامی نړۍ له ترجيحی صفت څخه نه شی خارجېدې د مسجدالاقصی لپاره د صهيونېسټ رژيم ګواښونو ته په اشارې سره زياته كړه:د مسلمانانو مخې ته يوازېنۍ لاره د جهاد او مقاومت لاره ده.
هغۀ د اسلامی نړۍ اوسنيو حالاتو ته په اشارې سره سيمه د لويدیځی استعمار لخوا له يو ګواښناك حالت سره مخامخه وبلله او څرګنده یې كړه: دغه ګواښ د قدس شريف په نيولو سره شروع شو او هم دا اوس په سيمه كښې د قومی او مذهبی اختلافاتو د اور په لګولو سره يوې نوې مرحلې ته داخل شوے دے.

په دغو مراسمو كښې د صېدا د القدس جومات امام شېخ ماهر حمود په خپله وېنا كښې وويل: د ايران اسلامی انقلاب يوزېنے انقلاب دے چې د اسلامی حقيقيی انقلاب په توګه يادولې شو.
شېخ ماهر حمود همدارنګ په سيمه كښې د شېعه سنی په شمول د مسلمانانو ترمېنځ د اختلافاتو اچولو لپاره د دښمنانو كوششونو ته اشاره وكړه او وې ويل: د شام په قضيه كښې حق او باطل سره ګډ شوی دی چې په داسې حالاتو كښې د حق او باطل ترمېنځ د تميز معيار د حضرت ايت الله العظمی خامنه ای او د سيد حسن نصرالله دریځ نيونو ته سمه پاملرنه ده.
1081435
captcha