IQNA

حسن نصرالله: د قدس او فلسطين مسله داسلامی دنيا دمسايلو په لومړيتوب كښې ده

17:49 - August 19, 2012
د خبر لمبر: 2395966
نړيواله ډله: د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر دقدس او فلسطين مسله داسلامی دنيا دمسايلو په لومړيتوب كښې وبلله .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د لبنان د المنار ټيلی ويژن اينټرنیټ پاڼې یې نقلوی چې د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله پرون دبيروت په جنوب كښې دقدس دنړيوالې ورځې په مناسبت په يوې وينا كښې وويل په سيمه كښې د ځينو لورو مشكلات او اختلافات دفلسطين او قدس دمسلې په اهميت اغيز نلری او دفلسطين په مسلې سترګې نشی پټيدلای.
هغه وويل د صهيونيسټ رژيم په شتون سره د قدس د راتلونكی په باره كښې فيصله نشو كولای ځكه چې اسرايليان دقدس په باره كښې له يوبل سره متحد دی او داسرايلو په هميشنۍ پلازمينې ددغه ښار دبدلولو هڅه كوی .
د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر وويل صهيونيسټان په قدس كښې ښارګيو جوړولو ته پراختيا وركوی او له خپلو ټاټوبو دفلسطينيانو دايستلو لپاره یې خپله ټوله هڅه كارولی ده .
دلبنان دحزب الله مشر دسيمې دبدلونونو په باره كښې داسر ايلو اندیښنې ته په اشارې سره وويل اسرايل په مصر كښې دحسنی مبارك دديكتاتور رژيم له نسكوريدا وروسته اندیښمن شوی او ټول پوهیږی چې مصر داسرايلو لپاره څومره اهميت لری . هغه له عراق څخه دامريكا شاتګ داسرايلو او امريكا لپاره حقيقی ماته وبلله او ویې ويل عربی هيوادونه يو بل پسې اعتدال ته درسيدا په حال كښې دی .
د حزب الله مشر وويل تيونس، مصر، يمن او ليبيا دديكتاتورو لاسپوڅو حكومتونو پرضد دپاڅون ډګرونه وو او په بحرين كښې هم دخلكو انقلاب روان دی او د سيمې بدلونونه د فلسطين د ملاتړی او قدرتمن چورليز دبڼه دخپليدا ښودنه كوی، او فلسطين او قدس مسلې ته پام زيات شوی او په همدې علت داسرايلو اندیښنې هم دوه (۲) برابره شوی دی .
د لبنان د حزب الله مشر په دې خبرې سره چې په ايران داحتمالی حملې لپاره دصهيونيسټانو پلمه دايران سوله ايز اټومی فعاليتونه دی وويل كه چيرې داسرايلو رژيم دايران پرضد ليونتوب وكړی نو ددغه رژيم دنابودۍ سبب به شی .
1081058

captcha