IQNA

مهمانپرست د نيمروز ولايت په چاودنو كښې لاسوهنه رد كړه

17:48 - August 19, 2012
د خبر لمبر: 2395967
سياسی ډله: د ايران د خارجه وزارت ويندوی د افغانستان د نيمروز ولايت د چاودنو په شمول د دغه هيواد په مسايلو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت هر ډول لاسوهنه رد كړه.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست پرون د افغانستان د نيمروز ولايت په چاودنو كښې د ايران د لاس لر لو په باره كښې دځينو خبرونو دخپريدا په غبرګون كښې دايران او افغانستان په دوستانو اړيكو دټينګار په ترڅ كښې دنيمروز ولايت دچاودنو په شمول دافغانستان په مسايلو كښې دايران داسلامی جمهوريت هرډول لاسوهنه دروغ وبلله .
د ايران د خارجه وزارت ويندوی دغه ر از په دې پیښه كښې د دريو (۳) ايرانيو دنيول كيدا په باره كښې وويل افغانستان او ايران كابو زر (۱۰۰۰) كلومیټره ګډ ځمكنی سرحد لری او ددغه سرحد په اوږدو كښې دايران او افغانستان دښاريزو غير قانونی تګ راتګ ددواړو هيوادونو داندیښنې سبب دی .
د ايران دخارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست زياته كړه په افغانستان كښې دايران داسلامی جمهوريت سفارت چمتو دی له نيول شويو كسانو په دكتنې په ترڅ كښې دهغوې دهويت دمعلومولو لپاره افغانستان ته ددغو كسانو دغير قانونی ورتلو دانګيزو په باره كښې ضروری تحقيق ترسره كړی .
1081704
captcha