IQNA

په امريكه كښې د قران شريف د سوزولو لپاره د ملحدې ډلې فېصله/ د مسلمانو حكومتونو د مداخلت غوښتنه

17:48 - August 19, 2012
د خبر لمبر: 2396034
نړيواله ډله: په امريكه كښې يوه ملحده او ارپكه ډله كوشش كوی د ستمبر په ٢٤ نېټه په يو نسل پرستانه او د دين خلاف يو اقدام كښې په پنسلوانيا صوبه كښې د قران شريف يو شمېر نسخې اوسوزوې.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د المنار چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه امريكائی ډله غواړی په پنسلوانيا صوبه كښې د قران شريف د نندارتون د جوړولو په ځواب كښې په دغه صوبه كښې د قران عظيم شان د نسخو د سوزولو اقدام وكړی.
د دغه ملحدې ډلې مشر آرنسټ پرس د اسلام په خلاف د دغه اقدام په توجيه كښې دعوا وكړه: د قران د سوزولو لپاره زمونږ فېصله په امريكا كښې د بيان د ازادۍ په لړ كښې ترسره كیږی.
آرنسټ پرس همدارنګ وويل: هر څوك چې قران لولی نو اثر پرې كوی او اوس د امريكايانو يوې ډلې په سكولو كښې د دغه كتاب د تدريس غوښتنه كړې ده او قران د دې سبب شوې دے چې زيات غېر مسلمان او ملحدان اسلام قبلوی او په اخېر كښې به د امريكې معاشره يوه دينی معاشره جوړه شی.

له بلې خوا د امريكې مسلمانانو د دغه اسلام دښمنه حركت په رد عمل كښې له حكومتی ډلو څخه وغوښتل چې دغه ملحده ډله دې د قران شريف له سوزولو څخه منعې كړی.
مسلمانانو همدارنګ پخلے وكړ: په امريكه كښې له قران شريف سره د مخالف د اعلانولو لپاره يو شمېر اوزار موجود دی چې ملحدان د وحی د دغه كلام له بېحرمتۍ او د مسلمانانو د جذباتو له راپارولو نه بغېر كولې شی د خپل مطلب د بيانولو لپاره ترې استفاده وكړی.
مسلمانانو همدارنګ له اسلامی حكومتونو څخه وغوښتل چې د داسې اقداماتو د مخنيوی لپاره دې د عمل مېدان ته راودانګی او تر وسه وسه پورې دې هلې ځلې پېل كړی.
1080692
captcha