IQNA

د هولو كاسټ جعل كول د صهيونېسټ رژيم په ناروا اصليت باندې پرده اجول دی

17:49 - August 19, 2012
د خبر لمبر: 2396036
سياسی او اجتماعی ډله: حجت الاسلام والمسلمين كيانژاد په دويم نړيوال جنګ كښې په يهوديانو باندې د ظلم په غټولو كښې د صهيونېسټانو پروپېګنډو ته اشاره وكړه او وې ويل: د هولو كاسټ د مسئلې جعل كول په فلسطين او نړۍ كښې د اسرائيلو د غاصب رژيم د ظلمونو او ستمونو او پراختيا غوښتونكو سياستونو او په تېره بيا د دغه جعلی رژيم په ناروا توب باندې پرده اجول دی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې په ازبكستانكښې د اسلامی ايران د كلتوری مركز لخوا د قدس د نړيوالې ورځ مراسم په تاشكند كښې د مېشته ايرانيانو په ګډون سره ترسره شول.
په دغو مراسمو كښې د اسلام كلتور او ارتباطاتو د تنظيم لخوا لېږل شوی مبلغ حجت الاسلام والمسلمين سيد مظاهر كيانژاد په يوه وېنا كښې وويل: د اسلامی انقلاب په كاميابۍ سره په نړۍ كښې د ازادی غوښتنې او له استكبار سره د دښمنۍ اواز انګازې وكړې او حضرت امام خمينی (رح) په وړومبی فرصت كښې د قدس شريف د برخليك په حقله د حساسيت د راڅرګندولو او د مجرمانو صهيونېسټانو له پنجو څخه د دغه وړومبنۍ قبلې د نجات لپاره يوه ورځ وټاكله.
هغۀ زياته كړه: د هولو كاسټ د مسئلې جعل كول په فلسطين او نړۍ كښې د اسرائيلو د غاصب رژيم د ظلمونو او ستمونو او پراختيا غوښتونكو سياستونو او په تېره بيا د دغه جعلی رژيم په ناروا توب باندې پرده اجول دی.
حجت الاسلام كيانژاد په اخېر كښې وويل: د قدس نړيواله ورځ په دنيا كښې د اسلامی بېدارۍ ورځ ده او د فلسطين له ارمان څخه د نړۍ د مسلمانانو او ازادی غوښتونكو ملاتړ د ارواښاد امام له افكارو او د هغۀ له تاريخ فرمان څخه په بېلګه اخېستلو سره په نړۍ كښې د اسلام غوښتنې د زياتېدو بيانووونك دے
1081530
captcha