د اثنا عشری شيعه انجمن د اجرائی كمېټۍ غړی او د ((سلام)) اسلامی مركز يو مسئول كمېل ورسی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې مطب په بيانولو سره وويل: په ننۍ دنيا كښې د مسلمانانو او غېر مسلمو ترمېنځ د تعلقاتو د زياتېدو اهميت ته په پام سره په اوس حال كښې زمونږ اصلی تمركز د سولې او دوستۍ په معنا د ((سلام)) په عربۍ نوم سره د موسسې په تاسيس باندې دے.
هغۀ وويل: د دغه مركز جوړولو مقصد چې د جوړولو اجازتنامه د ٢٠١١ كال د جنورۍ په مياشت كښې له برطانوی حكومت څخه اخېستې شوې ده. د يو داسې ځاے شتون دے چې مسلمانان او غېر مسلم د يو بل ترڅنګه له يو بل سره په همكارۍ سره فعاليتونه وكړی او يو بل له نزدې څخه اوپېژنیږ
هغۀ زياته كړه: د يو عبادتی ځاے نه علاوه به يو ورزشی كلب، د تهېټر هال،،كتابتونو او څو رسانه ای كوټې، او داسې نور به د دغه مركز له امكاناتو څخه وی.
د ويلو ده چې كمېل ورسی د مېډيكل څانګې د اخيری كال محصل، د برطانیې د اثنا عشری شيعه انجمن د اجرائی كمېټۍ غړے او د ((سلام)) اسلامی مركز له مسئولينو څخه داے.
د اثنا عشری شيعه انجمن چې ورته ((محفل علی (ع) )) هم ويل كیږی دېرش كاله مخكښې د ځوانو ماهرانو او كارپېژاندو لخوا او اجتماعی تعلقاتوړ فكری خبرو اترو او د عبادتی مناسكو د انجامولو لپاره د يو ځاے جوړولو په هدف سره تاسيس شو.
1077785