IQNA

سعودی عرب يو مرموز او مكارانه كردار ادا كوی

17:50 - August 19, 2012
د خبر لمبر: 2396038
نړيواله ډله: د شام رسنيو د اسلامی تعاون په تنظيم كښې د دغه هېواد د غړيتوب د معطل كولو په غبرګون كښې دغه اقدام د سعودی عرب لخوا چې د هغو په قول مثال یې يو مرموزه مكار دے پلان شوے سازش وبالۀ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د mediarabe د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د شام د وېستلو لپاره په مكه كښې په خپلې غېر معمولې څلورمې غونډه كښې د اسلامی تعاون د تنظيم د فېصلې په وجه دغه اداره د شام د رسنيو (مېډيا) لخوا له سختو نيوكو او اعتراضونو سره مخامخه شوه. او د دغه هېواد ځينو ورځپاڼود داسې يو حكم جاری كول د سعودی عرب د حكومت په ملاتړ سره د امريكې لخوا يو پلان شوے سازش وبالۀ.
په همدې لړ كښې د شام نشرين ورځپاڼې په يوه مقاله كښې د دې په بيانولو سره چې د سعودی حكومت د شام د مسئلې په حقله د يو مكار په شان مرموزه كردار ادا كوی وليكل: سعودی عرب غواړی د شام د لانجې په اړه د خپل هغه موذيانه كردار ته چې په عراق باندې د امريكې د حملې په وخت یې لرۀ دوام وركړی.
د دغې مقالې ليكوال د اسلامی تعاون تنظيم د لويدیځ د نقشو په عملی كولوباندې تورن كړ او زياته یې كړه:
د اسلامی تعاون تنظيم په دې اقدام سره په سيمه كښې د لويدیځ او د هغۀ د هغو وړو وړو اېجنټانو د پلان د اجرا كولو په حال كښې دے چې غواړ د شام حكومت راوپرزوی او سيمه د قومی او مذهبی لانجو په لور راكاږی. په داسې حال كښې چې دغه تنظيم په شام كښې د دهشتګردو په دهشتګردانه اقداماتو او د دغه تنظيم د ځينو غړيو لخوا د هغوی د وسله ايزو مرستو په وړاندې خاموشی اختيار كړې ده.
البعث سركاری ورځپاڼې هم د شام د غړيتوب د معطل كولو لپاره د اسلامی تعاون تنظيم فېصله په دغه تنظيم باندې د وهابيانو او سلفيانو د تسلط نتيجه وبلله او تاكيد یې وكړ: د مكې غونډه د افراطی ګرۍ يوه نمونه وه چې او د نورو د خيالاتو اورېدو او تفكر كولو لپاره پكښې هیڅ ځاے نۀ او په كامله توګه د نوی وهابيت تر تسلط لاندې وه.
النور ورځپاڼې هم د دغه تنظيم دا فېصله د سيمې د سياسی مسائلو په وړاندې د دغه تنظيم بندون ته د رسېدو او ناكامۍ نښه وبلله.
1081346
captcha