د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام نن په تهران كې د كوچنی اختر په مناسبت د قدس د نړيوالې ورځې د مراسمو ترسره كېدل، ژور او معنا لرونكی وبلل او ویې ويل چې دښمنان د قدس د نړيوالې ورځې د هيرېدو په لټه كې دی، خو هیڅ كله به هم بريالی نه شی، ځكه اسلامی امت ددې ورځې مراسم هركال له تېرو كالو په لا ولولناكه توګه ترسره كوی.
د ايران د مختلفو پرګنو په ميليونونو روژه لرونكی خلك د روژې مباركې مياشتې په وروستۍ جمعه، د قدس د نړيوالې ورځې په لاريونونو كې په پراخ شتون سره، د فلسطين د آزادۍ له ایډياله خپل ملاتړ اعلان كړی دی. له ۳۰ كالو وړاندې، د ايران د اسلامی جمهوريت بنسټګر، حضرت امام خمينی رح د فلسطين له مظلومو خلكو په ملاتړ كې د نړۍ د مسلمانانو او مستضعفانو د ستر قدرت ښودلو په موخه، د روژې مباركې وروستۍ جمعه د قدس د نړيوالې ورځې په نوم معرفی كړه ترڅو د نړۍ مسلمانان او اسلامی حكومتونه، د فلسطين د خلكو له قانونی حقوقو څخه په ملاتړ كې خپل پيوستون اعلان كړی.
د قدس د نړيوالې ورځې مراسم په تېرو درې لسيزو كې هركال په لا ولولناك او شانداره توګه ترسره كېږی، داسې چې سږكال، د لومړی ځل لپاره د نړۍ په ۷۰ هېوادونو كې، د قدس د نړيوالې ورځې لاريونونه ترسره شول. سږكال د قدس نړيواله ورځ د نړۍ په مختلفو سيمو په ځانګړې توګه منځنی ختیځ سيمه كې د مسلمانانو د اعتراض په نارو سره، د فلسطين د ملت لپاره پرتاريخ جوړونكی وخت بدل شوی دی.
د سيمې مسلمان ملتونه اوس پر لويدیځ پورې د پيلو ديكتاتورانو او د اسراييلو د ګټو له ساتوونكې سلطې خلاص شوی، د فلسطين د آزادۍ په شمول له خپلو هيلو او ایډيالونو چيغه پورت كوی او د فلسطين د مظلوم ملت د حقوقو تر پرځایښت پورې تر بل هروخت مقاوم او ټينګ ولاړ دی.
د اسلامی انقلاب مشر هم د كوچنی اختر د لمانځه په خطبو كې په خپلو څرګندونو كې دې ټكی ته پاملرنه وكړه او ویې ويل چې نور ملتونه هم د ايران له ملت سره له تيرو كالو ډېر د قدس د نړيوالې ورځې په لمانځلو كې غږملتيا درلوده او په ځينو هېوادونو كې چې د ديكتاتورو رژيمونو د پاتې شونو د تسلط خنډ ګرځېدل ترڅو خلك د فلسطين په اړه خپل احساسات په ډاګه كړی، ملتونه ميدان ته داخل شول.
په وروستيو كالو كې، لويدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه امريكا ډېره هڅه وكړه چې د سولې او سازباز د نا عادلانه اوغولوونكو طرحو په ديكته كولو سره، صهيونيسټ رژيم ته روا والی وركړی او د فلسطين مسئله د سيمې او اسلامی نړۍ د موضوع ګانو له متنه څنډې ته كړی، خو په سيمه كې د اسلامی ویښتيا له څپې وروسته، د فلسطين ایډيال يوځل بيا ژوند وموند او د اسلامی نړۍ د بنسټيزې مسئلې په توكه مطرح شو. د اسلامی انقلاب معظم مشر، د سيمې بدلونونه د اسلامی امت د غوښتنو په لاره كې وبلل او ویې ويل چې د سيمې ملتونو ستر كارونه ترسره كړی دی او بايد دغه بهير دوام ولری.
اوس د اسلامی امت د دښمنانو تفرقه اچونكې طرحو او دسيسو په اسلامی نړۍ كې د اسلامی ویښتيا په لاره كې غړيدنه او د اسلامی امت يووالی موخه ګرځولی دی او هماغه ډول چې د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام ټينګار كړی دی، اسلامی دولتونه او ملتونه ددې دسيسو د شنډولو لپاره درنه دنده پرغاړه لری.
1082078