IQNA

په لندن كښې د وړوكی نيكمرغه اختر پرتمين مراسم ترسره شول

20:51 - August 21, 2012
د خبر لمبر: 2396707
بين المللی ډله: په لندن كښې استوګنو مسلمانانو د نفس له يوې مياشتې تزكیې او روژو نيولو او په الهی ميلمستيا كښې د پاتې كيدو نه پس پرون په لندن كښې د انګلستان په اسلامی مركز كښې غونډه وكړه او د وړوكی نيكمرغه اختر پرتمين او شاندار لمونځ ئې د انګلستان د اسلامی مركز د رئيس حجت‌الاسلام والمسلمين «عبدالحسين معزی» په امامت ترسره كړ.
د «ic-el» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د مختلفو مليتونو او پرګنو لمونځ ګزارو مسلمانانو د اختر د لمانځه له ترسره كولو مخكښې د خدای په ذكر او ياد سره الهی واجب ادا كړل او د فطرانی زكات ئې په هغو صندقونو كښې واچوۀ كوم چې په همدې موخه چمتو شوی وو.
په انګلستان كښې د اسلامی مركز رئيس او د اسلامی انقلاب د معظم رهبر استازی حجت الاسلام والمسلمين معزی د وړوكی نيكمرغه اختر د لمونځ په وړومبۍ خطله كښې د حضرت بقية‌الله الاعظم حجت ابن الحسن المهدی(عج) په حضور كښې او د نړۍ ټولو مسلمانانو او موجودو لمونځ كونكو ته د اختر مباركی ووئيله او عيدالفطر يا وړوكے اختر ئې د بندګۍ او اطاعت او مؤمنانو ته د متعال خدای لخوا د انعاماتو د عطا كيدو ورځ وبلله.
د انګلستان د اسلامی مركز رئيس څرګنده كړه: حضرت امام سجاد عليه السلام د رمضان د مباركې مياشتې سره د خدای په امانۍ په دعا كښې فرمائی: خدای پاك(ج) په دې مياشت كښې په مونږ باندې روژه فرض كړه او دا مياشت ئې د قرآن د نازليدو او د ليلة القدر چې د هغې هره شپه د زرو مياشتو برابر ده، مياشت وټاكله او خپل ټول رحمت او مغفرت او بخښنه ئې په دې مياشت كښې مونږ ته راعطا كړه. 1082412

captcha