IQNA

اسلامی راډيوګانې دې د ميانمار او بحرين د مسلمانانو وضعيت د نړيوالو غوږونو ته ورسوی

20:50 - August 21, 2012
د خبر لمبر: 2396710
د قرآنی فعاليتونو ډله: د قرآنی او اسلامی راډيوګانو د اتحادئې عمومی منشی اعلان وكړ: د برما يا ميانمار د مسلمانانو د وضعيت د اطلاع رسونې لپاره د قرآنی او اسلامی راډيوګانو د اتحادئې وظيفه او دنده ډيره حساسه ده ځكه چې اسلامی رسنۍ پكار دی د مسلمانانو ملاتړې او په هغو باندې د كيدونكو ظلمونو بيانونكې وی.
د قرآنی راډيوئی چينل مدير محمدحسين محمدزاده د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: راډيو قرآن د قرآنی او راډيوئی اتحادئې د عمومی منشی په توګه تل د مسلمانو هيوادونو په تيره بيا د هغو هيوادونو چې د كړكيچ سره مخ شوی او د خپلو واكمنانو ترظلم او ستم لاندې راغلی دی د مسائلو په وړاندې حساس وۀ او غبرګون ئې ښودلے دے.
دوی ووئيل: په بحرين او برما كښې له انسانيت نه د ليرو بدلونونو او برخوردونو په وخت قرآن راډيو دریځنيونه كړې وه او د اسلامی او قرآنی راډيوګانو د اتحادئې د عمومی منشی په توګه ئې بيانيه صادره كړه چې اوس هم د قرآن راډيو په ويب سائیټ كښې موجوده ده. دغه دواړه بيانیې د اتحادئې ټولو غړيو ته لیږل شوې دی څو هغوی په يوه مطلوبه همګرائۍ كښې راشی.
د قرآن د راډيوئی شبكې مدير زياته كړه: نن سبا د نړۍ په مسلمانانو باندې واجبه ده هچې د ميانمار يا برما او د بحرين د مسلمانانو وضعيت د نړيوالو غوږونو ته ورسوی او په دې منځومان كښې د برما د مسلمانانو د حالت د خبرونو د خپرولو لپاره د قرآنی او اسلامی راډيوګانو د اتحادئې دنده ډيره درنده، مهمه او حساسه ده ځكه چې اسلامی رسنۍ پكار دی د مسلمانو خلكو حمايت كونكې او په هغو باندې د كيدونكو ظلمونو بيانونكې وی. 1081546
captcha