IQNA

قرآنی مفاهيمو ته بې پامی د وهابيت د ګمراه فرقې د رامينځته كيدو عامله ده

20:55 - August 22, 2012
د خبر لمبر: 2397227
بين المللی ډله: هغه څه چې خدای تعالی جله جلاله له مونږ نه غوښتی دی، يوازې د قرآنی آياتو په مفهوم باندې له سمې پوهيدنې او په هغو باندې له عمل كولو نه ترلاسه كیږی، د وهابيت د بې لارې فرقې په شمول هغه زياتره انحرافونه او بې لاريتوبونه چې نن سبا ئې په دين كښې وينو، قرآنی مفاهيمو او د معصومينو عليهم السلام لارښونو او ويناؤ ته له همدې بې پامۍ نه سرچينه اخلی.
د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو په څلورمه دروه كښې د قرائت په څانګه كښې د جرمنی يا آلمان نماينده عباس علی سيد د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: زما په عقيده د قرآن آيتونو معانو ته له پاملرنې پرته د هغه قرائتول او لوستل زيات ارزښت نلری. د قرآن قاری دنده لری چې د قرآن له ښكلی تلاوت نه علاوه د آيتونو معنو او تفسير ته هم توجه وكړی او په دې ترتيب هغه څه چې تلاوتوی په كار دی ورباندې عمل هم وكړی. د هغو تش په نامه مسلمانانو په شمول چې د وهابيت د بې لارې او ګمراهې فرقې تر عنوان لاندې فعاليت كوی، هغه زياتره انحرافونه او بې لاريتوبونه چې نن سبا ئې په دين كښې وينو، قرآنی مفاهيمو او د معصومينو عليهم السلام لارښونو او ويناؤ ته له همدې بې پامۍ نه سرچينه اخلی.
دۀ په خپل شخصی ژوند كښې د قرآن مهم رول ته په اشارې سره ووئيل: قرآن سراسر نور دے او زۀ فكر كوم د دغه الهی كلام تلاوت د هر مسلمان زړۀ له دغه الهی نور نه ډكوی. دا همهغه څيز دے چې ما ئې د تجربه كولو توفيق ترلاسه كړے دے.
دغه قرآنی فعال په جرمنی كښې د ترسره كيدونكو قرآنی فعاليتونو په توضيح كښې څرګنده كړه: له ټول آلمان يا جرمنی څخه هركال د مختلفو عمرونو لرونكی قاريان په امام علی عليه السلام نومی جومات كښې راغونډیږی او د قرآن د قرائت او تفسير مراسم ترسره كوی. له دې نه علاوه د هامبرګ جومات د شورا لخوا هم د قرآن يولړ نور مراسم په كليزه توګه ترسره كیږی چې يوازې د ځوانانو لپاره دی. د دغو سياليو د ترسره كيدو ځائې هم هر كال بدلیږی. 1082134

captcha