د «Palestine Info» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس په دغه بيانيه كښې اعلان وكړ: د مسلمانانو وړومبۍ قبله او دريم ستر مقدس اسلامی ځائې مسجدالاقصی به باقی پاتې شی او د قدس شريف د يهودی كولو او د هغه د تاريخ د بدلولو او تحريفولو لپاره كوششونه په ماتې محكوم دی.
حماس په خپله بيانيه كښې په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې د قدس شريف او د مسجدالاقصی اسلامی او عربی هويت به وساتل شی، څرګنده كړه: د دغې مقدسې او سپیځلې ودوانې د دفاع لپاره به هر څۀ قربان كړو.
حماس په دغه بيانيه كښې همداشان د اسلامی هيوادونو له خلكو نه وغوښتل چې د ټولې دنيا د پتيالو خلكو ترڅنګ د فلسطين له خلكو او د هغوی له مقاومت څخه خپل حمايت جاری وساتی او د فلسطين د اسلامی او مسسيحی مقدسو ځايونو حفاظت دې وكړی. 1083117