IQNA

د مسجدالاقصی د سوزولو د كليزې په مناسبت د اسلامی همكارۍ د سازمان بيانيه

20:55 - August 22, 2012
د خبر لمبر: 2397229
بين المللی ډله: د اسلامی همكارۍ سازمان پرون د يوتندلاری او افراطی يهودی لخوا د مسجدالاقصی د سوزول كيدو د ٤٣كليزې په مناسبت د يوې بيانیې په صادرولو سره صهيونسټی رژيم د قدس شريف د ټولو ودانيو د سلامتيا مسؤل وبالۀ.
د مصر د الاهرام خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی همكارۍ سازمان په دغه بيانيه كښې ټينګار وكړ: بين المللی موافقې او تړونونه په تيره بيا د جينيوا موافقه ليك اسرائيل د قدس شريف په ټولو مقدسو ودانيو باندې له هرډول تيری او يرغل نه منعه كړے دے او دغه رژيم ته نه دی پكار چې دغې مقدسې دوانۍ ته د لمونځ كونكو د ننوتو مخه ونيسی.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: تندلاری يهوديان همهغه شان د مسجدالاقصی په آنګڼ باندې د يرغل او د دغه مقدس ځائې ورانولو او د هغه په كنډر او ويرانيو باندې د موهومې مجسمې جوړولو ته د خلكو رابلل جاری ساتی او نن سباپه قدس شريف كښې نسلی او نژادی پاك سازی شروع ده چې د دغې كار هدف له اصلی اوسيدونكو څخه د دغه ښار پاكول دی.
د اسلامی كانفرنس سازمان د دغې بيانیې په پائې كښې د قدس شريف د اسلامی او عربی هويت په حمايت كښې د اسلامی امت لخوا د جدی او قوی دریځ په غوره كولو باندې ټينګار وكړ. 1083055

captcha