د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د presseurop د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د جرمنی ډېره خپرېدونكې ورځپاڼې د (( يوه صوبه د مدرسې جوړولو اراده لری)) ترعنوان لاندې يوه ليكنه كښې په سكولونو كښې د اسلامی تعليماتو د زدكړې د درسی څانګې د جوړولو لپاره په نوردراين_ وسټافلن صوبې چارواكو د اقدام په اړه ليكل كړی دی.
د دغه رپوټ له مخې په دغه صوبه كښې څه د پاسه درې لكه شل زره مسلمانان اوسیږی او په همدې دليل چارواكو فېصله كړې ده چې داسلامی درسی څانګې په جوړولوسره دوه زره پينځه سوه مسلمان طالعلمان د اسلام له مبين دين سره اشنا كړی.
د ويلو ده چې د جرمنی په مختلفو ښارونو كښې له پينځه ميليونو نه زيات مسلمانان ژوند كوی او په دغو سكولونو كښې په اسلامی تعليماتو د مشمتلې څانګې جوړول مسيحيانو ته هم د اسلامی په معرفی كولو كښې مرسته وكړی.
1084004