IQNA

د نيويارك په مېټرو كښې د پلې كارډونو په لګولو سره له اسلام نه د ويرولو ترويج

21:01 - August 25, 2012
د خبر لمبر: 2398514
نړيواله ډله: ((د ازادۍ لپاره ابتكار)) نومې امريكائی اسلام دښمنې ډلې له توهين نه په يو ډك اقدام كښې د نيويارت د مېټرو په سټېشنونو كښې د مسلمانانو په خلاف يو لړ تبليغاتی پلې كارډونه لګولی دی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د mooslym داطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په دغو پلې كارډونو كښې په نړۍ كښې د ټولو دهشتګردانه اقداماتو نسبت مسلمانانو ته د وركولو په ترڅه كښې ليكلی دی زمونږ اقدام له اسلام څخه ويرول نه دی بلكې د حقيقت بيانول دی.
په دغو له سپكاوی نه په ډكو پلې كارډونو كښې ليكل شوی چې په دنياكښې هر يو دهشتګردانه اقدام چې رامنځته كیږی په مستقيمه يا غېر مستقيمه توګه د مسلمانانو لخوا ترسره كیږی.
د نيويارك د مېټرو يو مسئول په دې باره كښې وويل: زۀ د دغو پلې كارډونو د پاسه ليكل شويو تبليغاتو ته پام نه كوم خو د داسې تبليغاتو او پروپېګنډو ممنوع كولو اجازه هم زما په اختيار كښې نه ده.
دا په داسې حال كښې دی چې د نيويارك د مېټرو چارواكو تېره مياشت د فلسطين په ملاتړ او د صهيونېسټ رژيم د جرائمو د غندلو په حقله د پلې كارډونو د لګولو په باره كښې غبرګون ښودلے ؤ.
همدارنګ دغو چارواكو په خپلو نويو څرګندونو كښې ويلی دی چې په مېټرو كښې د تبليغاتو او په رابطه كښې به نوی سياستونه غوره كړی.
1084249
captcha