IQNA

په واشنګټن كښې ((مسلمانه كورنۍ)) نومې فسټيوال جوړیږی

20:56 - August 25, 2012
د خبر لمبر: 2398517
ټولنيزه ډله: مسلمانه كورنۍ نومې فسټيول به د شمالی امريكې د اسلامی ټولنې لخوا د روانې وږی د مياشتې په ٢٥نیټه د خالی يا شنبې په ورځ د امريكې د واشنګټن ولايت په ميری لينډ(Maryland) سيمه كښې ترسره شی
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د امريكائی څانګې د رپورټ له مخې: د شمالی امريكې اسلامی ټولنې نن اعلان وكړ: دغه فسټيول د مسلمانو كورنيو ترمينځ د زيات نه زيات وحدت او ټينګتيا د رامينځته كولو او د دغه ولايت د مختلفو سيمو د مسلمانو كورنيو ترمينځ د آشنائۍ د زمينې د جوړولو په موخه ترسره كیږی.
همداراز د كتابونو او تصويرونو د ننداتون كتنه او د مسلمانو كورنيو د ماشومانو لپاره د ځانګړو وړيا برنامو اجرا كول د دغه فسټيول له نورو برنامو څخه دی.
مينه وال د لازياتو معلوماتو او په دغه فسټول كښې د ګډون كولو لپاره د ((مسلمانې كورنۍ)) سائیټ (www.MuslimFamilyDay.com) ته په مراجعه كولو سره د شمالی امريكې د اسلامی ټولنې د مسئولانو سره اړيكه ټينګولې شی. 1084086

captcha