د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د عراق د بلاد نيوز خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ: دهشتګردو ډلو د مسلمانانو ترمېنځ د اختلافاتو د پېدا كولو په هدف سره د شام په حلب ښار كښې په دغه مزار كښې د بم په اېښودلو سره دغه مزار شهيد كړ.
دغې سرچينې وويل: وسله والے دهشتګردې ډلې د شام له مدرسو څخه د خپلو عملياتو د اجرا كولو لپاره استفاده كوی او په يو شمېر سيمو په تېره بيا حلب ښار كښې فوځی عمليات دوام لری.
د شام له حكومت سره وابسته ډلو هم اعلان وكړ: د دغه هېواد فوځ په دمشق كښې د سيف الدوله سيمې نوی فيصده برخه كښې ځاے پرځاے شوې دے او په قدسيا، داريا او ريف دمشق سيمو كښې د وسلو ګودامونه په خپل اختيار كښې اخېستی دی.
ويل كیږی چې د حضرت امام حسېن (ع) يوه بی بی د عاشورې له واقعې نه پس د اسيرې په توګه شام ته راوستې شوه او د هغې هغه ماشوم چې یې په ګېډه ؤ په دغه ځاے كښې وغورزېد او همدغه ځاے كښې خاوروته وسپارلے شو.
ويل كیږی چې دغو دهشتګردو ډلو فېصله كړې وه چې د كاميابۍ په صورت كښې په زېنبيه سيمه كښې د حضرت بی بی زېنب (س) مزارمبارك هم ويجاړوی او په دغه سيمه باندې به يزيديه نوم اېږدی چې له دې نه د دغو دهشتګردو د عقائدو صحيح پته لګیږی.
1083990