د «Palestine Info»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غوښتنه (( په تير يو كال كښې د قدس حالت )) په عنوان سره په يو رپورټ كښې مطرح شوه كوم چې په دې وروستيو كښې د دغې مؤسسې لخوا وړاندې شوے دے.
قدس مؤسسې په دغه رپورټ كښې په دغه جومات كښې د شتون، په هغه كښې د مختلفو برنامو د اجرا كولو او د اسرائيلو د نيواكګرۍ سره د مقابلې لپاره د يوې متحدې جبهې د جوړولو له لاره د مسجدالاقصی په ساتنه كښې د مسلمانانو د رول د زياتيدو په لازموالی باندې ټينګار وكړ.
د قدس مؤسسې همداراز د مسجدالاقصی د حفاظت په لړ كښې د يو اغيزمن حركت ترسره كولو ته د مجبورولو په موخه د اسلامی هيوادونو د مشرانو سره د مسلمانو شخصيتونو د ارتباط او تماس په اهميت باندې تاكيد وكړ.
په دغه رپورټ كښې د عربو د اتحادئې او د اسلامی همكارۍ د سازمان له غړو هيوادونو نه غوښتنه وشوه چې د ملګرو ملتو سازمان او د امنيت شورا ته د مسجدالاقصی او قدس شريف پرخلاف د صهيونسټی نيواكګر رژيم د تيريو د مسئلې په ارجاع او لیږلو سره دغه كړكيچ ته د رسيدګۍ لپاره دې يوه كمیټه جوړه شی. 1085243