IQNA

وهابيانو د ليبيا په پلازمينه طرابلس كښې سپیځلې مقبره ورانه كړه

20:52 - August 26, 2012
د خبر لمبر: 2399379
بين المللی ډله: په ليبيا كښې تندلارو وهابيانو پرون د طرابلس په نژديو كښې يوه متبركه او مقدسه روضه ورانه ويجاړه كړه.
د «letempsdz»د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: تندلارو وهابيانو يا سلفيانو پرون د پرمختللو ميكانيكی تجهيزاتو په استعمالولو سره د مسلمانانو د احترام وړ صوفی شيخ ((الشعاب الدهمانی)) مقبره د هغۀ څۀ په دليل په كامله توګه ورانه ويجاړه كړه چې د قبرونو د زيارت بدعت او خرافات ورته وائی.
د دغه رپورټ له مخې: دغو كسانو د جمعې په ورځ هم د ليبيا په زيلتن ښار كښې د يو بل صوفی شيخ روضه ورانه كړې وه.
تندلارو سلفيانو د دغو سپیځلو او متبركو ځايونو د ورانولو په وخت د الله اكبر نعرې لګولې او هر چا چې د هغو سره د مقابلې اراده كوله هغه ئې وهلو او ډبولو.
د متركه ځايونو او قبرونو د ورانولو اقدام هغه بدعت دے چې د سعودی عربستان لخوا د بقيع په مقدسې مقبرې باندې په حملې سره پيل شو او له هغه وروسته د مالی جمهوريت وهابيانو او اوس د ليبيا سلفيانو دغه كار ترسره كړ. 1085027

captcha