IQNA

د ناپيئلتوب د غورځنګ د غونډې ترسره كيدل د دولت او د نظام د نورو ارګانونو لپاره يو ستر امتحان دے

20:51 - August 26, 2012
د خبر لمبر: 2399380
سياسی ډله: د ايران د وسله والو ځواكونو لوئې درستيز په يوه بيانيه كښې د وږی د مياشتې د اتمې او د دولت د اونۍ په قدرونې سره په تهران كښې د ناپيئلتوب د غورځنګ ترسره كيدل د دولت په اونۍ كښې د اغيزشيندونكو پیښو په ډګر كښې د ايران د ولس د توانمنيو او وړتياؤ د ښودلو لپاره د حكومت او د نورو پوځی ادارو او ارګانونو يوه ستره آزموينه وبلله.
د وسله والو ځواكونو د درستيزوالۍ د ارتباطاتو او اطلاع د ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغې بيانیې په يوه برخه كښې راغلی دی: د وږی د مياشتې اتمه نیټه كۀ څۀ هم هر كال د صهيونزم او د لويدیځ د دولتی ترهګرۍ او د نړيوال استكبار ترامر لاندې د ړوندزړو او ترهګرو منافقينو په ترهګرانه جنايت كښې د اسلامی انقلاب او ولايت فقيه د دوو رښتنو او سرشيندونكو فرزندانو د شهادت د غملړلې پیښې په ياد راوړونكې ده خو د ټولنې پرمخ يو غنی فرصت رامينځته كیږی څو پخپل دروند رسالت او دندې او په پام كښې د اسلامی دولت د ځانګړتياؤ او مؤلفو په ساتلو سره خپل ر اتلونكے اسلامی مسير هم وپيژنی او ورباندې ټينګار وكړی.
دغه بيانيه په تهران كښې د ناپيئلو د غونډې ترسره كيدل د دولت په اونۍ كښې د نړيوالو پیښو په ډګر كښې د ايران د ولس د توانمنيو او ظرفيتونو د نمايش لپاره د دولت او د نورو پوځی ارګانونو لپاره يو ستر ازمیښت بولی او راړوی ئې دی: د اسلامی انقلاب د خبرو او د ولايت فقيه د مترقی اصل په ډاګه كول، د ايران د ولس سوله لټونه او د ترهګرۍ سره مقابله، د سلطه غواړو او مستكبرانو په وړاندې د هغوی دائمی دريدنه او مقاومت او د كاميابو سيمبولونو په توليد او طراحۍ كښې د پوځی قدرت او توان معرفی كول، د پراختيا او پرمختګ په لاره كښې د نه حليدونكو لانجو څخه د ولسونو او حكومتونو د تيرولو او د اخلاقو او معنويت سره سم ژوند او عدالت ته د لاس پيدا كولو لپاره د زياترو لارو چارو وړاندې كول او د سلطې له بلاك او پكټ نه د بهرو هيوادونو د نننيو اړتياوړ په لس هاؤ نورې اساسی او سټراټيجكې موضوعګانې به وكړې شی په بين المللی كچه د ايران د اسلامی جمهوريت د وړتياؤ او خوبيو يوه برخه په دغه غونډه كښې د ګډون كونكو قضاوت ته كیږدی. 1084529

captcha