د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) OnIslam داطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په دې لړ كښې داسلامی –امريكائی تعلقاتو شورا د عربی – امريكائی تعيض ضدكمېټۍ سره په ائتلاف جوړولو سره كوشش كوی په ١٠١٢ كال كښې په صدارتی انتخاباتو كښې د مسلمانانو د ګډون په زياتولوسره په دغو انتخاباتو كښې له زيات سياسی قدرت ته ځان ورسوی.
د حكومتی چارو د غږملتيا مسئول رابرټ مك كاو وويل: اسلامی- امريكائی شورا او د عربی – امريكائی تبعيض ضده كمېټی له يو بل سره په ملګرتيا سره كوشش كوی چې د امريكې په راتلونكو انتخاباتو كښې چې د نومبر په مياشت كښې كیږی په ګڼ شمېر كښې ګډون ته د مسلمانانو په رابللو سره وكړې شی د امريكې د مسلمانوټولنو سياسی قدرت لا زيات كړی.
د غېر رسمی شمېرنو له مخې له شپږو نه تر اتو ميليونو پورې مسلمانان په امريكه كښې ژوندكوی.كه څه م په امريكه كښې د مسلمانانو ابادی څه دومره زياته نۀ ده،خو د دغه ملك په صدارتی انتخاباتو كښې د هغوی قدرت تاثير كوونكے كېدې شی، ځكه چې زياتره مسلمانان د مېشیګان، اوهايو، فلوریډااو وېرجېنيا په شان دامركیې په اصلی صوبو كښې اوسیږی.
د ٢٠١٢كال د امريكې صدارتی انتخابات به د دغه هېواد په تاريخ كښې اوۀ پنځوسم صدارتی انتخابات وی چې د ١٣٩١ هجری نمريز كال د لړم د مياشتې په شپاړسمه نېټه د امريكې د پينځه څلوېښتم صدر او د هغۀ د مرستيال د غروه كولو لپاره ترسره كیږی.
1084428