IQNA

د تيونس د سلفيانو لخوا د دغه هېواد د شيعه مسلمانانو توهين

22:30 - August 26, 2012
د خبر لمبر: 2399390
نړيواله ډله: د تيونس تند لارو سلفيانو د دغه هېواد د شيعه مسلمانانو په حقله له سپكاوی نه د ډكو مضامينو له خپرولو سره له دغه هېواد څخه د خداے د ګران رسول (ص) د پاكو اهلبېتو عليهم السلام د پېروكارو د وېستلو غوښتنه وكړه.
د ايران قرانی خبری ايجنسۍ (اېكنا) د tekiano داطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دتيونس سلفيانو چې د شيعه مسلمانانوپه خلاف د وهابی عقائدو پېروكار دی تېره هفته د شيعه ؤ په غونډه باندې چې د قدس شريف د نړيوالې ورځې د مظاهرو لپاره یې تياری كوله له حملې نه پس دا ځل په خپلو وېب سایټونو كښې د دغه هېواد د شيعه مسلمانانو په خلاف تبليغ شروع كړے دے.
د دغه رپوټ له مخې په تيونس كښې اورپكو سلفيانو په فېس بك سایټ كښې د يو لړ پاڼو په جوړولو او د شيعه عالمانوله سپكاوی نه ډكو كارټونونو په پلانولو سره د دغه هېواد له چارواكو څخه غوښتی دی چې د تشيع پېروكار دې له تيونس څخه بهر كړی يا دا هغوی ته له حكومتی پوسټونو له وركولو څخه دې ډډه وكړی.
په همدې حال كښې د دغو انټر نټی پاڼې يوې ډلې په دې باندې په تاكيد سره چې په تيونس كښې د تفرقې رامنځته كولو اراده نۀ لری ويلی دی چې مقصد یې يوازې په دغه هېواد كښې د تشيع له ترويج او خپرېدو سره مبارزه ده.
د يادونې ده چې تېره هفته د تيونس سرزورو سلفيانو په هغو شيعه ورژتيانو باندې حمله وكړه او هغوی یې ووهل چې د قدس شريف د نړيوالې ورځې په مظاهرو كښې د ګډون لپاره ځانونه تيارول.
1084959
captcha