دايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د فلسطين د ((معا)) سركاری خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه مراسم په رام الله كښې د فلسطين د كورواكو تشكيلاتو د مشر محمود عباس په ګډون سره ترسره شول او پكښې د قران شريف د يو شېمر هغو فلسطينی حافظانو چې په اماراتو، كويت او فلسطين كښې د قران شريف د حفظ په نړيوالو سياليو كښې لوړې رتبې حاصلې كړې وې قدرونه وشوه.
محمود عباس په دغو مراسمو كښې د كويت د قران شريف د حفظ، قرائت او تجويد په سياليو كښې په اوۀ ډوله قرائتونو كښې د وړومبی مقام حاصلونكی داود عبدالله عبيات ، په فلسطين كښې د الاقصی نومې قران شريف د حفظ په نړيوالو سياليو كښې وړومی مقام حاصلوونكی احمدالعدم او په اماراتو كښې د قران شريف په نړيوالو سياليو كښې اوچت مقام حاصلوونكی اخمد بديع طه قدرونه وكړه.
محمودعباس د دغو لوړ مقام حاصلوونكو مباركی ټول فلسطين ملت ته په وړاندې كولو سره د قران شريف حافظان د وحی د كلام د حفظ او نورو ته د قران شريف د وزده كولو په لاره كښې ثابت قدم پاتې كېدو ته وهڅول او دا كار یې يو ډېر نېك او ښه كار وبالۀ.
1084898