IQNA

د صهيونسټی رژيم لخوا په فلسطين كښې د مسلمانانو د جوماتونو سپكاوې

20:50 - August 27, 2012
د خبر لمبر: 2400271
سياسی ډله: د تركیې د وقف فاؤنډيشن مشر نوری اونال د فلسطين په يو جومات كښې د صهيونسټی رژيم لخوا د شرابو د فسټيول ترسره كول د نه منلو او د مسلمانانو د دينی ودانيو او مقدساتو سپكاوې وبالۀ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: نوری اونال د بئرسبع ښار د ستر جومات په انګڼ كښې د شرابو د فسټيول د ترسره كولو په لړ كښې د صهيونسټی رژيم فيصله يو ډير بد او ناخوښ كار وبالۀ او وئې وئيل: جومات د ټولو مسلمانانو د عبادت ځائې دے او د صهيونسټی غاصب رژيم دغه بد عمل د اسلامی نړۍ قهر راپاروی.
دۀ زياته كړه: د اسرائيلو دغه بد عمل چې د مسلمانانو سره د دغه رژيم د څرګندې دښمنۍ نښه ده غندو او د نړۍ له ټولو مسلمانانو نه غواړو چې د هغه سره د مقابلې لپاره راپاڅی.
د وئيلو ده چې صهيونسټی رژيم اراده لری چې د شرابو فسټيول د روان كال د تلې په مياشت كښې د بئرسبع ښار په ستر مسجد كښې ترسره كړی كوم چې له تير كال راهيسې صهيونسټانو نيولے دے. 1086288

captcha