د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، وسله والو دهشتګردو ډلو چې د اسلام نوم استعمالوی د شام په مقدس ځايونواو زيارتونو باندې حملې په خپله اېجنډا كښې شاملې كړی دی.
له دغو مقدسو ځايونو څخه يو د حضرت محسن بن امام حسېن (ع) مبارك مزار دے چې د شام د حلب په المشهد سيمه كښې ؤ په تېرو ورځو كښې حمله وكړه او د دغه مقدس مرقد څه برخې یې ړنګې كړې.
دهشتګردو همدارنګ دحضرت بی بی سكينې (ع) په مزار مبارك باندې يرغل وكړ خو د شام د فوځيانو په وررسېدو سره دهشتګرد په تېښته مجبور شول.
د دغه مزار مبارك خادم علی احمد په دې باره كښې وويل: تقريباً ٣٥ تنو وسله والو دهشتګردو دغه مزار محاصره كړ او كوشش یې كوۀ چې كنټرول پرې حاصل كړی چې د شام د ځواكونو له مقاومت سره مخامخ شول او په تېښته مجبور شول.
وسله والو دهشتګردو په څو جوماتونو او كليساګانو باندې له حملونه علاوه په ځلونو ګواښ كړے دے چې د حضرت رقيه (ع) او حضرت زېنب (ع) زيارتونه به هم ړنګوی او په بمونو اېښودو او لاسی بمونو په وېشتو سره یې څو ځل دغه سپېرۀ اقدام د عملی كولو كوشش كړے دے خو له جزوی نقصانه بغېر په خپلو دغو غېر اسلامی اقداماتو كښې ناكام پاتې دی.
دغه ترهه ګرې ډلې چې د اسلام نوم استعمالو د اسلام دښمنه قوتونو په ملاتړ سره دا كارونه كوی چې له دې لارې په شام كښې د فرقه ورانه جنګونو په جوړولو سره خپل سپېرو دسيسو او سازشونو ته عملی جامه واچوی.
1086292