د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يوراپور پر اساس د ايران داسلامی جمهوريت علی اكبر صالحی نن په تهران كښې دسوریې دملی پخلاينې له وزير علی حيدر سره په كتنې كښې له سوله ايزو لارو سوریې ته دثبات د بيرته ستنولو پرضرورت ټينګار سره وويل ايران دډيپلو ماټيكو خبرواترو دترسره كيدا په هدف سره دسوریې دحكومت د مخالفانو كوربه توب ته چمتو دی .
د ايران خارجه و زير زياته كړه دتاوتريخوالو بندول ، دخلكو غوښتنو ته ځواب ويل ، دسوریې دسياسی ګوندونو او حكومت ترمينځ خبرې اترې او ملی پخلاينې ته درسيدا لپاره له ملی خبرواترو سره مرسته په سوریې كښې پايداره ارامښت او ثبات ته د رسيدا لارې چارې دی .
1086013