د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يوراپور پر اساس د ناپيلی غورځنګ لوړ پوړی كارپوهانو مشر ښاغلی محد مهدی اخونزاده وويل چې سياسی كمېټه د كيوبا د استازی په مشرۍ او اقتصادی كمېټه د مصر د استازی په مشرۍ، د نهايی سند مسوده وجاجوله.
د ناپيلی غورځنګ د غړيو هېوادونو د لوړ پوړو كار پوهانو په دوه ورځنۍ غونډه كې تصويب شوی سند، ددې غورځنګ د بهرنيوچارو وزيرانو په غونډه كې هم جاجول كېږی او د نهايی تاييد لپآره د ناپيلی غورځنګ د مشرانو په شپاړسمه غونډه كې وړاندې كېږی.
د ناپيلی غورځنګ د لوړ پوړو كارپوهانو دوه ورځنۍ غونډه پرون په تهران كې د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير، علی اكبر صالحی په وينا سره پيل او نن مازیګر پای ته ورسيده. د ناپيلی غورځنګ د غړيو هېوادونو د لوړ پوړو كارپوهانو ددوه ورځنۍ غونډې په پای ته رسيدو سره،
له سبا سه شنبې ورځې څخه په تهران كې ددوو ورځو لپآره ددې غورځنګ د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه جوړېږی.
همدارنګه د ناپيلی غورځنګ شپاړسمه سرمشريزه غونډه د اګست په ۳۰مه او ۳۱مه په تهران كې جوړېږی.
1086532