IQNA

مهمانپرست: د ناپييلی غورځنګ د غونډې ښه هركلی اروپايی هيوادونه وشرمول

22:20 - August 28, 2012
د خبر لمبر: 2400874
سياسی ډله: د ايران دخارجه وزارت ويندوی وويل په هغه ښه هركلی سره چې په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ د غونډې شوی لويدیځ هيوادونه د خپلو خلكو د عمومی افكارو په وړاندې وشرميدل.
د ايران د قران نړيوال خبری اژاس ايكنا د يو راپور پر اساس، رامين مهمانپرست پرون خبريالانو سره په خبرو كې وويل چې ښې په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ د غونډې د ترسره كيدا په باره كښې د لويدیځو رسنيو لخوا د ځينو خپرو شويو خبرونو په باره كښې وويل د اروپايی هيوادونو رسنيو هڅه وكړه يوه مصنوعی فضا رامينځته كړی او پروپاګنډې وكړی چې ايران په سياسی انزوا كښې دی خو په هغه هركلی سره چې د ناپييلی غورځنګ د غونډې شوی لويدیځ هيوادونه خپلو خلكو ته شرميدلی دی.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی دغه راز دايران له اټومی مركزونو دمصر دولسمشر محمد مرسی او دملګروملتونو دسرمنشی بان كی مون په شمول دځينو مقاماتو كتنې ته په اشارې سره وويل په تهران كښې دناپييلی غورځنګ په غونډې كښې ګډون كونكی پلاوی دايران اټومی مركزونه ، سترې صنعتی پروژې او دغه راز د سيل ځايونه كتلای شی.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی په تهران غونډې كښې د عرا ق د استازی د ګډون په باره كښې وويل له دې وروسته چې د عرا ق ولسمشر جلال طالبانی ونشو كولای چې په تهران غونډې كښې د ستړيا له كبله ګډون وكړی د عراق لومړی وزير نوری مالكی ته به نوی بلن ليك واستول شی.
هغه د سوریې په باره كښې د ناپييلی غورځنګ د غونډې په څنګ كښې د ترسره شويو خبرو په اړه وويل هڅه كیږی ددغه غونډې په څنګ كښې دسوریې دكړكيچ دحل په لړ كښې دسلامشورو لپاره دهيوادونو له ګډون څخه استفاده وشی او له غونډې وروسته به هم دسوریې په باره كښې بحثونه وشی .
د ناپييلی غورځنګ دغړيو هيوادونو د لوړ رتبه كارپيژاندو دوه (۲) ورځنۍ غونډه چې له يكشنبې ورځې څخه په تهران كښې پيل شوی وه پرون مازیګر ختمه شوه .
له نن څخه تر دوو (۲) ورځو پورې د ناپييلی غورځنګ د غړيو هيوادونو د خارجه وزيرانو غونډه جوړیږی.
د ناپييلی غورځنګ د غړيو هيوادونو د مشرانو شپاړسمه (۱۶) غونډه به هم د اګست په ديرشمه (۳۰) او يو ديرشمه (۳۰) نیټه په تهران كښې وشی.
1086488
captcha