IQNA

د ايران د مقدسو مقاماتو د زيارت لپاره د عراقی زوارانو شمېر زيات شو

22:20 - August 28, 2012
د خبر لمبر: 2400920
نړيواله ډله: په عراق كښې د ايران د اسلامی جمهوريت سفير وويل: د ايران د مقدسو ځايونو د زيارت لپاره د عراقی زوارانو شمېر زيات شوے دے چې دلائل یې د سياسی او اقتصادی دوو بحثونو په قالب كښې څېړلې شو.
عراق ته ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لېږل شوی خبريال د رپوټ له مخې د ايران داسلامی جمهوريت د حج او زياراتود تنظيم مشر حجت الاسلام والمسلمين موسوی پرون سهار د وږی د مياشتې په ٦ نېټه په بغداد كښې د ايران سفارتخانې ته لاړ چې د ايران د اسلامی جمهوريت سفير حسن دانائی فر یې تود هركلے وكړ.
په دغه غونډه كښې دانائی فر په خپله وېنا كښې ايران ته د عراقی زورانو د لېږلو د بحث اهميت ته په اشارې سره وويل: په تېر كال كښې اوۀ لكه څلوېښتو عراقی زوارانو ايران ته سفر وكړ چې له هغو څخه يو لك څلوېښت زره د عراق له شمالی سنی مېشته سيمو څخه او شپږ لكه دعراق د مركز او جنوب له شيعه مېشته سيمو څخه وو.
هغۀ د دې په بيانولو سره چې اميد دے دغه شمېره به سږ كال يو ميليون تنو ته ورسی وويل: په اوس حال كښې په عراق كښې شپږ قونصلېټونه شپه ورځ د ويزو او نورو خدمتونو په ترسره كولو بوخت دی.
دانائی د دې په بيانولو سره چې دوه عامله ايران ته د عراقی زوارانو د لېږلو د زياتېدو سبب شوی دی وويل: دغه دوه عامله په دوو بخثونو يعنې اقتصادی او سياسی كښې څېړلې شو. له سياسی لحاظه داسې چې له دې مخكښې د عراقی زاېرينو اكثر زيارتی سفرونه شام ته ترسره كېدل خو په شام كښې د رامنځته شويو مشلاتو په وجه دغه هېواد ته سفرونه كم شوی دی او په مقابل كښې یې ايران ته سفرونه زيات شوی دی.
او له اقتصادی لحاظه داسې چې په ايران كښې د ويزې د نرخ ارزان كېدل او نرخ یې له ٢٢ ډالرو نه ١٢ ډالرو ته رسېدل د عراقی زائرانو د لا زياتې هڅونې سبب ګرځيدلی دی. له بلې خوا په ايران كښې د ډالر د نرخ زياتېدل دې دې سبب شوی دی چې ايران ته بهرنی سفرونه ارزان شی چې دا هم ايران ته د سفرونو د زياتېدو سبب شوے دے.
1086224
captcha