IQNA

په بېروت كښې د امام موسی صدر د تښتول كېدو د كليزې په مناسبت ستره مشاعره جوړیږی

22:19 - August 28, 2012
د خبر لمبر: 2400923
نړيواله ډله: د زيارت په ورځ د وږی د مياشتې په نهمه نېټه په بېروت كښې د امام موسی صدر د تښتول كېدو د څلوردېرشمې كليزې په مناسبت د(( حبرالحقيقه )) په نامه يوه ستره مشاعره جوړیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه ستره مشاعره به د لبنان د ابداع نومې انجمن، د دغه هېواد د ثقافتی غورځنګ او هدارنګ د اديبانواو شاعرانو د انجمن په ملګرتيا سره جوړه شی.
الياس الهاشم، داؤد مهنا، امل طنانه، موسی فضېل الله ، محمد البندر، محمد حسېن معلم، حسن رعد، مصطفی فقيه علی عباس او محمد بنوت په شان شخصيتونه په دغه مشاعره كښې له ګډون كوونكو څخه دی.
دغه ستره مشاعره به د زيارت په ورځ د ځای وخت مطابق مازیګر پينځه نيمې بجې د بيروت په ((اونسكو)) ماڼۍ كښې شروع كیږی او د دغې مشاعرې جوړوونكو د لبنان خلق د ګډون لپاره رابللی دی.
1086758
captcha